ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټويټر کې د امريکايي ځواکونو او طالب وياندويانو ترمنځ لفظي شخړه

په ټويټر کې د امريکايي ځواکونو او طالب وياندويانو ترمنځ لفظي شخړه

author avatar
19 May 2019 - 11:55
په ټويټر کې د امريکايي ځواکونو او طالب وياندويانو ترمنځ لفظي شخړه
author avatar
19 May 2019 - 11:55

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وياند ډيف بټلر او د طالب وياند ترمنځ لفظي شخړه شوې ده.

د امريکايي ځواکونو وياند بټلر په يوه مرکه کې ويلي و چې افغان حکومت، افغانان او امريکا سوله غواړي، خو طالبان جګړې ته ادامه ورکوي.

د نوموړي پر څرګندونو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر کې کلک غبرګون ښودلی او په خپل غبرګون کې يې د امريکايي ځواکونو وياند  ټګ کړى هم دى.

مجاهد بټلر ته په ځواب کې ليکلي: ((دوی بايد درک کړي چې طالبان امريکا ته نه دي درغلي چې ستاسو ملک يې نيولی وي، بلکې برعکس امریکا راغلې او زموږ ملک يې اشغال کړی.))

هغه زياته کړې: ((تر څو چې تاسو زموږ په ملک باندې له وسلو او دسیسو سره قابض وئ، هېڅ ريښتینی افغان هم سوله نه غواړي، بلکې ستاسو شړل غواړي. تاسو د افغانانو نمایندګۍ مه کوئ، بلکې د امريکا په نمايندګۍ خبرې وکړئ او د خپل اشغال پر پای ته رسېدو فکر وکړئ.))

د مجاهد دغه تند غبرګون ته د امريکايي ځواکونو وياند بټلر په ټويټر کې ځواب ورکړى او ورته ويلي يې دي چې رښتيا نه وايي.

هغه زياته کړې، افغانان هم پوهېږي چې دا رښتيا نه دي، طالبان چانس لري چې تاوتريخوالی کم کړي، خو تاسو دغه کار نه کوئ.

بټلر طالبانو ته ويلي: ((تاسو د خلکو هيلې او ارادې له پامه غورځوئ، خپلو خلکو او هېواد ته زيان رسوئ، سوله سمه لاره ده.))

مجاهد ورته بيا په ځواب کې ليکلي: ((ايا دا رښتيا نه دي تاسو لسګونه زره سرتېري زموږ په هېواد کې  ساتلي وو، بې شمېره بمونه مو غورځولي، پر کورونو مو بريدونه کړي، زرګونه افغانان مو بنديان کړي او اوس هم ادامه ورکوئ.))

د امريکايي ځواکونو وياند ډيف بټلر د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد ته په وروستي ځواب کې ليکلي، تاسو له هغو خلکو سره جګړه کوئ، چې سوله غواړي.

هغه مجاهد مخاطب کړى: ((ته په خپل هېواد کې نه يې، خو د افغانانو زامن جګړې ته رالېږئ څو ووژل شي، تاسو د خلکو پر غرور بريد کوئ چې هغه افغان امنيتي ځواکونه دي.))

د بټلر په وينا، طالبان له امريکا سره د جګړې ادعا کوي، خو بيا پر خپلو افغانانو بريدونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.