ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو په ننګرهار کې ٣٥ کسان له ١٥٦ ميله وسلو سره نيولي

پوليسو په ننګرهار کې ٣٥ کسان له ١٥٦ ميله وسلو سره نيولي

author avatar
19 May 2019 - 13:52
پوليسو په ننګرهار کې ٣٥ کسان له ١٥٦ ميله وسلو سره نيولي
author avatar
19 May 2019 - 13:52

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پوليسو په تېرو درېيو اوونيو کې ۱۵۶ بېلابېل ډول وسلې  او ورسره په تړاو ۳۵ کسان نيولي دي.

چارواکي دغه راز په ياده موده کې د سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو او لسګونه لېتره الکولي مشروباتو په تړاو هم د ۳۱ کسانو د نيولو خبر ورکوي.

نيول شوې وسلې، مهمات او نشه يي توکي د غويي په ۲۹مه د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په انګړ کې د يو خبري کنفرانس پر مهال خبريالانو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دغه کنفرانس کې وويل چې د نوي امنيه قوماندان په راتګ سره دغه ولايت کې د پوليسو لاسته راوړنې زياتې شوې دي.

دی وايي، پوليس د وسله والو ځپلو، جنايي جرمونو د مخنيوي او غاصبينو د نيولو په برخه کې مبارزه کوي چې په تېرو درېيو اوونيو کې يې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه زياته کړه، په دې موده کې پوليسو ۱۵۶ ميله بېلابېلې وسلې نيولې او ورسره په تړاو ۳۵ کسان هم نيول شوي دي.

دی زياتوي، پوليس توانېدلي چې په دې درېيو اوونيو کې ۴۷۴ کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي او ۲۶۰ لېتره الکولي مشروبات هم ترلاسه کړي چې په تړاو يې ۳۱ کسان نيول شوي دي.

د مياخېل په وينا، پوليسو دغه راز څلور کسان د ځمکو غاصبين هم نيولي چې د نيول شوو ټولو کسانو دوسيې تر څېړنو لاندې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز وويل، په نيول شوو وسلو کې راکټ، کلاشينکوف او تومانچې او دغه راز نور جنګي مهمات شامل دي.

نوموړی وايي، نشه يي توکي د ۳۳ عملياتو په نتيجه کې ترلاسه شوي چې ۱۱ نقليه وسايط ورسره هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

هغه وويل، نشه يي توکي او وسلې جلال  اباد ښار او ولسواليو کې د ځانګړو او ګډو تلاشيو، عملياتو او چاپو پر مهال نيول شوي دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، د نيول شوو کسانو له ډلې د يو شمېر هغو دوسيې څارنوالۍ ته لېږل شوې او ځيني قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.