کندهار (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸):عام خلک او موټر چلوونکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان لار تړلې ده او هېچا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د دوی په خبره، وسله والو طالبانو دغه لاره د امنیتي چارواکو له خوا د خاکرېز لارې بندېدو په غبرګون کې تړلې ده.
خلک وايي، د لارې بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او حکومت دې یې د ژر خلاصولو لپاره اقدام وکړي.
عطا محمد د کندهار- اروزګان په لار ټکسي چلوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن څويمه ورځ ده چې وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان لاره د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې ده.
هغه زیاته کړه، طالبانو له هغه وروسته دغه لار تړلې چې امنیتي ځواکونو د خاکرېز لار وتړله.
دی وايي، طالب مشرانو موټر چلوونکو او ځايي خلکو ته ویلي، تر هغه چې امنیتي ځواکونو د خاکرېز لار نه وي خلاصه کړې پر دې لار تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي.
خو د ده په خبره، دغې ستونزې خلک له راز راز کړاوونو سره مخ کړي او دواړه لوري دې د روژې په دې میاشت کې د خلکو له ځورولو لاس واخلي او لارې دې پرانیزي.
د کندهار- اروزګان لارې بل موټر چلوونکی عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل، مشکل د حکومت او طالبانو ترمنځ دی خو زور یې له ولس څخه خېژي.
دی وايي، حکومت د خاکرېز لار وتړله ،طالبانو د اروزګان لار وتړله، دواړه طرفونه ولس پر سر وهي.
د ده په وینا، له کلونو راهیسې دغه لاره کنډو کپر او نا امنه ده خو بیا هم د خلکو د تګ راتګ لپاره غنیمت و چې اوس یو مخ وتړل شوه.
عبدالغفور وايي، دا چې روژه ده او په دې میاشت کې د خلکو اړتیاوې او تګ راتګ ډېر وي، دواړه لورو ته په توکو بار موټرونو بند پاتې دي او د لارې د پرانیستلو انتظار باسي.
یو شمېر موټر ځايي اوسېدونکو او چلوونکو دا هم وویل چې د دغې ستونزې د حل لپاره والي ته هم ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن