ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: د سرپرست حکومت جوړولو لپاره ټول غوراوي تر لاس لاندې دي

اتمر: د سرپرست حکومت جوړولو لپاره ټول غوراوي تر لاس لاندې دي

author avatar
20 May 2019 - 19:19
اتمر: د سرپرست حکومت جوړولو لپاره ټول غوراوي تر لاس لاندې دي
author avatar
20 May 2019 - 19:19

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام ناقانونه بولي او ګواښ کوي چې د سرپرست حکومت جوړولو لپاره ټول غوراوي د مېز پر سر موجود دي.

د اساسي قانون په ۶۱ماده کې راغلي دي: ((ولسمشریزي ټاکنې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د ولسمشر کاري مودې له پای ته رسېدو څخه وړاندې له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې ترسره کېږي او له قانون سره سم د ولسمشر دنده له ټاکنو وروسته د پنځم کال غبرګولي په لومړۍ نېټه پای مومي.))

د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ نوماندانو، نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د ملي یووالي حکومت قانوني دورې له پای ته رسېدو وروسته د سرپرست حکومت جوړیدو په تړاو د تېرې اونۍ پر طرحې  ټینګار وکړ.

د ولسمشریزو ټاکنو یاد نوماندان وایي چې د خپلو قانوني او معقولو غوښتنو عملي کولو لپاره ډیپلوماتیک او سوله ییز اقدامات تر لاس لاندې لري.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر چې په دې خبري ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت کار دوام قانوني مشروعیت نه لري او د ولسمشر غني د کار دوام د هېواد او ولس په ګټه نه دی.

هغه زیاته کړه، که ولسمشر غني اساسي قانون ته درناوی ونه کړي، هېواد کې به د کړکېچ لامل شي چې کړکېچ د اساسي قانون له نقض څخه لوی مصیبت دی.

نوموړي زیاته کړه: ((که دوی (غني) قانون نقض کړي او له دولتي نظام او دستګاه څخه ناوړه ګټه پورته کړي، ستره محکمه اړ باسي څو په دې اړه نظر ورکړي او د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د فشار راوړلو له لارې ناوړه استفاده وکړي، په دې صورت کې به په هېواد کې خدای مه کړه سیاسي بې ثباتې حتمي شي.))

اتمر د دویم ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډيدو د نیوکې ترڅنګ زیاته کړه چې هیڅ ضمانت نشته چې ولسمشریزې ټاکنې دې درېیم ځل ته و نه ځنډېږي او په پای کې ولسمشر په ټاکنو کې له خپلو واکونو ناوړه ګټه وانخلي.

د ولسمشریزو ټاکنو یاد نوماند وویل: ((دا شونې نه ده چې ولس دې نور د داسې حکومت دوام ته زړه ښه کړي چې د خلکو ترمنځ بې اتفاقي ته لمن وهي او ملت یې له سترو تاریخي ستونزو سره مخامخ کړی دی.))

نوموړي د سترې محکمې له لوري د حکومت کار مودې غځولو پر پرېکړي د نیوکې ترڅنګ وویل: ((د ولسمشر پر وړاندې د قانوني او عملي اقداماتو پر ځای نوموړی ستایل شوی او کاري موده یې غځول کېږي؛ که په اساسي قانون کې داسې څه نه وي راغلي، نور کسان دا ډول انعام د بل له حقه ورکوي، دا کړنه د منلو وړ نه ده، بلکې د ولس پر ټپونو د مالګې شیندل دي.))

د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند عبداللطیف پدرام وویل چې د ملي یووالي حکومت د هېواد اساسي قانون ته د نه درناوي او سپکاوي له مخې جوړ شو، دا حکومت له پیله تر اوسه قانوني نه دی او نه به وي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشر ګوښه کېدو کې هېڅ راز ځنډ نه مني او اجازه نه ورکوي چې ټاکنې د ولسمشر غني تر نظر لاندې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.