ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسان خدمت سیسټم تر کابل وروسته په کندهار کې فعاله کېږي

اسان خدمت سیسټم تر کابل وروسته په کندهار کې فعاله کېږي

author avatar
20 May 2019 - 16:59
اسان خدمت سیسټم تر کابل وروسته په کندهار کې فعاله کېږي
author avatar
20 May 2019 - 16:59

کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): له کابل څخه وروسته کندهار دویم ولایت دی چې د چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه په کې د اسان خدمت سیسټم فعالېږي.

د دغه پروګرام د معرفي او پېژندنې لپاره د چارو د ادارې د لوی ریاست او اسان خدمت ادارې استازو کندهار ته سفر کړی وو او دغلته یې د دغه پروګرام په اړه له چارواکو سره معلومات شریک کړل.

کندهار ته دراغلي پلاوي مشر عبدالهادي ذهین پژواک خبري اژانس ته وویل، اسان خدمت د خدمتونو یو بنډل دی چې په پرمختللې ټکنالوجي سمبال دی او خلکو ته د دولتي سکتور  اړوند له ۱۵۰ ډوله زیات خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، خلک کولای شي د خپلو کارونو لپاره د دغه سیسټم په چوکاټ کې د ټيلېفون او نیټ په مرسته خپل کارونه مخ ته یوسي چې دمګړۍ له ۱۳ وزارتونو سره همغږي لري.

د ده په خبره، دغه سیسټم خلکو ته چټک خدمتونه  وړاندې کوي او د کاغذ پرانۍ او مالي فساد مخنیوى په کې کېږي.

دی وايي، دغه سیسټ لومړی د هېواد په پنځو زونونو کې فعالېږي او وروسته ټولو ولایتونو ته غځول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د اسان خدمت سیسټم له لارې به نور خلک اړ نه وي چې د پاسپورټ، لایسنس، جواز اخیستلو او لسګونو نورو کارونو تر سره کولو لپاره  په ورځو ورځو بېلابېلو ادارو ته لاړ شي.

د نوموړي په وینا، د اسان خدمت په مرکز کې به د بانک او ټولو ادارو استازي موجود وي او یو تن چې د خپل کار تر سره کولو لپاره  ورځي نو د مرکز په یوه سر کې به یې د کار مراحل پیل او  تر بل سر پورې به بشپړ شي.

د ده په وینا، له دې سره به د ګڼو ښېګڼو تر څنګ هغه ستونزې پای ومومي چې خلک یې د یوه عادي کار د کولو لپاره په ورځو او ان اوونیو پر ځان مني.

ذهین وايي، دغه سیسټم په ۲۰۱۲ کال کې اذربایجان رامنځته او پيل کړی چې د فساد په مخنيوي کې يې ډېر رول ادا کړی او همدې تجربې ته په کتو په ۲۰۱۶ زېږدز کال کې ولسمشر دغه سیسټم وپېره.

ولسمشر غواړي په دې توګه خپله هغه ژمنه پوره کړي چې د وارسا په ناسته کې یې د فساد د ختمېدو په اړه کړې وه.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، اسان خدمت وړیا خدمتونه به د دولتي ادارو خدمتونو ته د خلکو لاسرسى اسانه کړي، د دولتي خدمتونو سرعت به چټک کړي او د محلي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په ګډون  به د خلکو د سرګرداني او مالي فساد مخه هم ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.