ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان پر امنیې قوماندانۍ برید کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنۍ مرستې غوښتونکې دي

د بغلان پر امنیې قوماندانۍ برید کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنۍ مرستې غوښتونکې دي

author avatar
20 May 2019 - 14:46
د بغلان پر امنیې قوماندانۍ برید کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنۍ مرستې غوښتونکې دي
author avatar
20 May 2019 - 14:46

پلخمری (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): د بغلان ولایت پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید کې د ويجاړ شوو کورونو غړي وايي چې حکومت بايد هر څه ژر له دوی سره مرسته وکړي څو خپل کورونه بېرته جوړ کړي.

پوره دوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو د بغلان پر امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او شاوخوا کورونه هم ويجاړ شول.

د زیانمن شوو له ډلې عبدالستار د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان پر امنیې قوماندانۍ د بريد پر مهال يې کور په بشپړه ډول ويجاړ شوى دى.

هغه وايي: ((شپږ کوټې يې درلودې، ټولې ورانې شوې دي، زه د يوې کوټې جوړولو وس نه لرم، نو شپږ کوټې به څنګه جوړې کړم.))

دغه راز يو بل زيانمن شوي موسى پژواک ته وويل چې کور يې په بشپړ ډول وران شوى اوس يې د جوړولو لپاره يوه پیسه هم نه لري.

ده زياته کړه: ((امنيه قوماندانۍ يې د کورونو په منځ کې جوړه کړې، دا بايد بل ځاى ته انتقال کړي.))

د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په دې برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

په دې اړه په بغلان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر مجيب الرحمن بهين پژواک ته وويل چې د دوی د سروې له مخې په دې سيمه کې د ٥٦ کورونو دېوالونه ويجاړ شوي دي.

ده وويل: ((موږ سروې کړل، نور مرستې د ولايت کار دى چې هغوی يې بايد ورسره ترسره کړي.))

بل لور ته د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي پژواک ته وويل چې د زيانمنو کورنيو لېست يې کابل ته استولى دى.

نوموړى زياتوي: ((د هر ټپي لپاره پنځوس زره افغانۍ او د هر وژل شوي لپاره سل زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي او د هغو کسانو چې کورونه وران شوي، له هغوی سره هم مرستې ترسره کېږي.))

همدارنګه په دې اړه د بغلان امنيه قوماندان سمنوال نيازمحمد نيازمند پژواک ته وويل چې د خلکو غوښتنې پر ځاى دي، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ بايد يو بل مناسب ځاى ته ولېږدول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.