کابل (پژواک ٣٠ غویی ٩٨): د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل په برخه کې د ملي دفاع وزارت نوې ګومارل شوې مرستياله منيره يوسفزاده پرسونل ته ور وپېژندل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وويل، چې د دې وزارت په کچه زيات شمېر ښځې په اداراتو، د اردو او ځانګړو ځواکونو په ليکو دندې اجرا کوي، خو دا لومړی ځل دی چې يوه ښځه د رهبرۍ په کچه بست کې ګومارل کېږي.
ده زياته کړه، چې د تعليماتو او پرسونل په برخه کې د منيرې يوسفزاده ګومارل ډېر مثبت اړخونه لري، نوموړې له وطن څخه د دفاع په خاطر د خپل وژل شوي ورور درد ليدلی، د يوې دردمنې خور په توګه به وکولای شي، چې د ټولو قرباني شويو سرتېرو له کورنيو سره د هغوی ستونزو ته رسيده ګي او په هواري کې ونډه واخلي.
نوموړي، منيره يوسفزاده ته سپارښتنه وکړه چې دا به د ځواکونو په ليکو کې د هر سرتېري، د هر يتيم، د هرې کونډې او هر معلول او په جګړه کې د ځپل شوې کورنۍ ستونزو ته جدي او په زړورتيا ځان رسوي.
خالد وايي: ((زه د منيره يوسفزاده په وړتيا باور لرم او په دې باوري يم، چې دا به د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هر سرباز دردمنه خور، د هر يتيم مهربانه مور اوسي او د هغوی ټولې ستونزې به په خپل، خپل وخت راټولې او په حل کې يې جدي اقدام وکړي.))
د ملي دفاع وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، چې د ملي اردو په ليکو کې ټول افغانان دي، هېڅوک داسې نه ده، چې پښتون، هزاره، ازبک... وي؛ بلکې ټول د افغانستان د ساتونکو په توګه خپله دنده اجرا کوي او د دې جغرافيې د امنيت او ثبات لپاره کار يې لومړيتوب دی.
په دغه جوړه شوې غونډه کې منيرې يوسفزاده له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي دفاع وزارت له وزير اسدالله خالد او د دغه وزارت له رهبري هئیت څخه مننه وکړه، چې په دغه بست کې يې پرې د مقررېدو باور کړی دی.
هغې زياته کړه، چې د شهداوو معلولينو کورنيو ته رسيده ګي يې لومړيتوب دی او په خبره يې په داسې طرحو به کار کوي، چې د جګړو په ليکو کې به د مجروحيت او معلوليت کچه راکموي.
يوسفزاده په ټينګار وويل: ((موږ به د اردو په ليکو کې د شهيدو او معلول شويو سرتېرو له کورنيو سره له نږدې کار وکړو او هغوی ته به د وړو کارونو د جوړېدو په برخه کې پوره ونډه واخلو او د يو مسووليت له مخې به د هغوی کورنۍ وپالو.))
د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل مرستيالې منيره يوسفزاده ټولنيزې ميډيا کې د خلکو له بېلابېلو نظرونو څخه هم مننه وکړه، چې دې ته د لا زيات کار انرژي ورکوي او زياته يې کړه، چې جنسيت د چا د کار مانع نه شي ګرځېدلی، ملي وجايب په ښځو او نرو ټولو پورې تړلي دي.
دې وويل: ((دا زموږ ملي وجيبه ده چې له دې هېواد څخه دفاع او په ډېر جرئت ورته کار وکړو، ملي وجيبه کې جنسيت نه دی مه،م د هر افغان لپاره لازمه ده چې خپله ملي وجيبه وپالي او موږ به په زړورتيا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړ.))
نوموړې ژمنه وکړه چې د سرتېرو د کورنيو په حق کې د شويو فسادونو پوښتنه به کوي او د پېښېدونکو فسادونو او ناغېړيو مخه به نيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن