ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټولنيزو شبکو د کتاب لوستنې پر کلتور منفي اغېز کړى

ټولنيزو شبکو د کتاب لوستنې پر کلتور منفي اغېز کړى

author avatar
20 May 2019 - 13:02
ټولنيزو شبکو د کتاب لوستنې پر کلتور منفي اغېز کړى
author avatar
20 May 2019 - 13:02

خوست ښار (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): په خوست کې يو شمېر ځوانان اندېښنه څرګندوي چې د ټولنيزو شبکو کارونې د کتاب لوستنې پر کلتور منفي تاثير کړی دی.

په همدې حال کې د دغه ولايت يو شمېر ليکوال له ځوانانو غوښتنه کوي چې د ټولنيزو شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک پر ځای خپل ډېر وخت کتاب لوستنې ته ورکړي.

د خوست دغه ځوانانو چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په کتابتون کې د کتاب د اوونۍ په مناسبت جوړو مراسمو کې يې ګډون کړی وو، وويل چې ازاده مطالعه د انسان د استعداد په ښه روزلو کې خورا مهم رول لري.

دشيخ زايد پوهنتون يوه محصل محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ بايد د کتاب داسې احترام وکړو لکه د يوه استاد چې احترام کوو. ځوانان بايد له کتاب سره يو ځای شي او خپل ژوند د کتاب لوستنې سره برابر کړي.))

په همدې حال کې يوه ليکوال او فرهنګي شخصيت عبدالکريم پتنګ پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ځوانان کتاب لوستنې ته ور وبلل او وايي دا هغه څه دي چې د انستان د بريا او پرمختګ لامل ګرځي.

نوموړی داسې مهال ځوانان کتاب لوستې ته وربولي، چې د افغانانو ترمنځ د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول د فېسبوک کاريدنه د ودې او پراختيا په حال کې ده او اندېښنه څرګندوي چې دا وضعيت پر مطالعې او کتاب لوستنې منفي اغېز لري.

پتنګ زياته کړه: ((کتاب لوستل له انسان نه انسان جوړوي. کتاب هغه څه دی چې تا ته لار درښيي، تا په سمه لار روانوي او داسې انسان در نه جوړوي چې د ابد لپاره به ژوندی وې.)) 

همدارنګه په دې وروستيو کې په خوست کې د کتاب چاپونې بهير هم پيکه شوی، ښايي يو لامل يې دا وي چې ځوانانو د کتاب لوستنې پرځای خپل ډېر وخت ټولنيزو شبکو ته ورکړی دی.

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد انور زاهد بيا د دې مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه عامه پوهاوی کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.