ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې يو بنسټ د سولې په تړاو له خلکو کتبي نظرونه راټولوي

په مزار کې يو بنسټ د سولې په تړاو له خلکو کتبي نظرونه راټولوي

author avatar
20 May 2019 - 12:44
په مزار کې يو بنسټ د سولې په تړاو له خلکو کتبي نظرونه راټولوي
author avatar
20 May 2019 - 12:44

مزارشريف (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې افغانان د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

له دې سره د افغان پوهيالو بنسټ له خوا په مزارشريف کې د شاوخوا ۲۰۰ مدني فعالانو، د پوهنتونونو استادانو، د ښځو د حقونو فعالانو او محصلينو په حضور کې د سولې روانې پروسې په تړاو په کتبي ډول د نظرونو راټولولو لړۍ پيل شوه.

په بلخ کې د افغان پوهيالو بنسټ مشر جمشيد فردي پژواک ته وويل، چې دغه پروګرام به هم مهاله د هېواد په نورو زونونو کې هم پيل شي چې موخه يې د سولې په تړاو د افغانانو د نظرياتو راټولول او منسجم کول دي.

هغه زياته کړه چې تر دې مهاله د افغان سولې په بهير کې د افغانانو حضور او موقعيت نه دی په ډاګه شوی او په خبره يې چې همېشه د خلکو له ادرس څخه په استفادې ځينو کړيو د سولې پروسه کې ځان دخيل کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د سولې په تړاو جوړ شوو نورو کنفرانسونو سره د دوی توپير دا دی چې دوی به د ديني عالمانو، ښځو د حقونو او مدني فعالانو، روڼ اندو او عامو خلکو نظريات په څېړنيز او کتبي ډول راټولوي.

د هغه په خبره، د نظرياتو له راټولولو وروسته به هغه له ټولو هغو اړخونو سره شريکېږي چې د افغان سولې په پروسه کې دخيل وي او پر يادې پروسې به مثبت اغېز ولري.

د افغان پوهيالو بنسټ مشر خوښي وښوده چې د افغان سولې په تړاو په نړيواله او سيمه ييزه کچه اجماع رامنځته شوې ده چې بايد له شته فرصته ښه ګټه پورته کړای شي.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د سولې او جنګ په دې حساس پړاو کې بايد خپل غږ اوچت کړي، څو يې حقونه خوندي شي او همدا راز په ياده پروسه کې ښکېل وبلل شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې د افغانانو نظريات نه اوري؛ خو زياتوي چې دغه ډله به اخر مجبوره شي چې  د خلکو غوښتنو ته لبيک ووايي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.