د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اسان خدمت سیسټم تر کابل وروسته په کندهار کې فعاله کېږي

اسان خدمت سیسټم تر کابل وروسته په کندهار کې فعاله کېږي

May 20, 2019 - 16:59

کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): له کابل څخه وروسته کندهار دویم ولایت دی چې د چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه په کې د اسان خدمت سیسټم فعالېږي.

د دغه پروګرام د معرفي او پېژندنې لپاره د چارو د ادارې د لوی ریاست او اسان خدمت ادارې استازو کندهار ته سفر کړی وو او دغلته یې د دغه پروګرام په اړه له چارواکو سره معلومات شریک کړل.

کندهار ته دراغلي پلاوي مشر عبدالهادي ذهین پژواک خبري اژانس ته وویل، اسان خدمت د خدمتونو یو بنډل دی چې په پرمختللې ټکنالوجي سمبال دی او خلکو ته د دولتي سکتور  اړوند له ۱۵۰ ډوله زیات خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، خلک کولای شي د خپلو کارونو لپاره د دغه سیسټم په چوکاټ کې د ټيلېفون او نیټ په مرسته خپل کارونه مخ ته یوسي چې دمګړۍ له ۱۳ وزارتونو سره همغږي لري.

د ده په خبره، دغه سیسټم خلکو ته چټک خدمتونه  وړاندې کوي او د کاغذ پرانۍ او مالي فساد مخنیوى په کې کېږي.

دی وايي، دغه سیسټ لومړی د هېواد په پنځو زونونو کې فعالېږي او وروسته ټولو ولایتونو ته غځول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د اسان خدمت سیسټم له لارې به نور خلک اړ نه وي چې د پاسپورټ، لایسنس، جواز اخیستلو او لسګونو نورو کارونو تر سره کولو لپاره  په ورځو ورځو بېلابېلو ادارو ته لاړ شي.

د نوموړي په وینا، د اسان خدمت په مرکز کې به د بانک او ټولو ادارو استازي موجود وي او یو تن چې د خپل کار تر سره کولو لپاره  ورځي نو د مرکز په یوه سر کې به یې د کار مراحل پیل او  تر بل سر پورې به بشپړ شي.

د ده په وینا، له دې سره به د ګڼو ښېګڼو تر څنګ هغه ستونزې پای ومومي چې خلک یې د یوه عادي کار د کولو لپاره په ورځو او ان اوونیو پر ځان مني.

ذهین وايي، دغه سیسټم په ۲۰۱۲ کال کې اذربایجان رامنځته او پيل کړی چې د فساد په مخنيوي کې يې ډېر رول ادا کړی او همدې تجربې ته په کتو په ۲۰۱۶ زېږدز کال کې ولسمشر دغه سیسټم وپېره.

ولسمشر غواړي په دې توګه خپله هغه ژمنه پوره کړي چې د وارسا په ناسته کې یې د فساد د ختمېدو په اړه کړې وه.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، اسان خدمت وړیا خدمتونه به د دولتي ادارو خدمتونو ته د خلکو لاسرسى اسانه کړي، د دولتي خدمتونو سرعت به چټک کړي او د محلي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په ګډون  به د خلکو د سرګرداني او مالي فساد مخه هم ونیسي.

کندهار والي د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې د دې سیسټم پیل يې په ولایتونو کې له کندهار څخه وکړ او له ټولو مسوولینو څخه يې وغوښتل، چې د یاد سیسټم په مروجولو کې هڅه وکړي او خلکو ته د خدمتونو رسولو پروسه اسانه او چټکه کړي.

باید وویل شي چې جمهور رئیس غني د وارسا په غونډه کې دا ژمنه  کړې وه، چې د ملي وحدت حکومت به خلکو ته د خدمتونو رسولو لړۍ اسانه کوي او له  همدې لارې به د فساد مخه نیسي، چې په همدې موخه دمګړۍ په هېواد کې د اسان خدمت بنډل مروج کېږي، څو خلک خدمتونو ته اسانه لاسرسی پیدا کړي.

د کندهار اوسېدونکي د دغه سیسټم هرکلی کوي او وايي، له دې سره به وکولای شي کارونه په چټکه بڼه ترسه کړي.

خلک د بېلګې په توګه پاسپورټ یادوي چې اوسمهال یې جوړول میاشتې وخت نیسي، خو د اسان خدمتونو له لارې به يې کار څو دقیقې وخت ونیسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement