ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انعامي: رحماني د قانون خلاف د ولسي جرګې نننۍ ناسته تعطیل کړې وه

انعامي: رحماني د قانون خلاف د ولسي جرګې نننۍ ناسته تعطیل کړې وه

author avatar
20 May 2019 - 14:33
انعامي: رحماني د قانون خلاف د ولسي جرګې نننۍ ناسته تعطیل کړې وه
author avatar
20 May 2019 - 14:33

 

کابل (پژواک،٣٠ غویی ۹۸): د ولسي جرګې یو غړی وايي، د دې جرګې د ریاست پر موضوع د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره ټاکل شوی پلاوی د قانون خلاف دی او میر رحمان رحماني هم د یادې جرګې ناسته د قانون خلاف تعطیل کړې وه.

د غويي په ۲۸مه د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په دویم پړاو کې دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته د رایو صندقونه کېښودل شول، خو د درېیو رایو د ورکېدو له امله د جرګې د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه؛ ځکه که ثابته شي چې په هغې ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ کسان وو دواړه نوماندان ناکام دي، خو که هغه ورځ نصاب ۲۴۴ کسان وي، په هغه صورت کې رحماني ګټونکی دی.

تېره ورځ یو ۱۵ کسیز پلاوي (پنځه د رحماني پلویان، پنځه د اصولي پلویان او پنځه بې طرفه غړي) ته دنده ورکړل شوه چې د تېرې ورځې اصلي نصاب په ډاګه کړي.

تمه کېده چې یاد پلاوی به نن خپله پرېکړه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړي، خو د دې جرګې غړي عبدالرووف ابراهیمي د شورا په تالار کې رسنیو ته وویل، رحماني د قانون خلاف نننۍ ناسته تعطیل کړې وه.

د هغه په خبره، رحماني تر اوسه رییس شوی هم نه دی؛ ځکه په دې اړه د جرګې غړي اختلاف لري خو که رییس هم وي د جرګې د ناستې د تعطیل واک نه لري؛ ځکه دغه ډول پرېکړه باید د جرګې اکثریت غړي وکړي.

د ده په خبره، نن سهار چې کله د جرګې غړي راغلل ویې ولیدل چې د جرګې د تالار دروازه تړلې ده.

انعامي زیاته کړه، وروسته د اصولي له ۲۰ تر ۳۰ پلویانو د شورا هغه ساتونکي چې تالار ته یې د دوی د داخلېدو مخه نیوله ووهل او پنځه تنه یې ټپیان کړل.

دغه راز نوموړي وویل، هغه پلاوی چې د جرګې د ریاست پر څوکۍ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره ټاکل شوی هم ناقانونه دی ځکه دغه پلاوی هم د ولسي جرګې د غړو په رایه نه دی ټاکل شوی او د پلاوي پرېکړه هم مشروعیت نه لري.

عرفان الله عرفان چې د یاد پلاوي له پنځو بې طرفه غړو څخه دی وویل، دواړو لورو (د رحماني او اصولي پلویانو) یادو پنځو بې طرفه غړو ته په ناسته کې د ګډون اجاره ورنکړه او ویې ویل، ستونزه په خپل منځ کې حل کوي.

خو د عرفان د معلوماتو پر اساس، دواړو لوریو تر اوسه ستونزه نه ده حل کړې

عرفان وړاندیز وکړ چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې د ولسي جرګې لسو بې طرفه غړو ته چې حقوق پوهان وي، دنده ورکړل شي چې د جرګې د داخلي دندو اصولو ته په کتو په دې اړه تصمیم ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.