د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان پر امنیې قوماندانۍ برید کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنۍ مرستې غوښتونکې دي

د بغلان پر امنیې قوماندانۍ برید کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنۍ مرستې غوښتونکې دي

May 20, 2019 - 14:46

پلخمری (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): د بغلان ولایت پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید کې د ويجاړ شوو کورونو غړي وايي چې حکومت بايد هر څه ژر له دوی سره مرسته وکړي څو خپل کورونه بېرته جوړ کړي.

پوره دوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو د بغلان پر امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او شاوخوا کورونه هم ويجاړ شول.

د زیانمن شوو له ډلې عبدالستار د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان پر امنیې قوماندانۍ د بريد پر مهال يې کور په بشپړه ډول ويجاړ شوى دى.

هغه وايي: ((شپږ کوټې يې درلودې، ټولې ورانې شوې دي، زه د يوې کوټې جوړولو وس نه لرم، نو شپږ کوټې به څنګه جوړې کړم.))

دغه راز يو بل زيانمن شوي موسى پژواک ته وويل چې کور يې په بشپړ ډول وران شوى اوس يې د جوړولو لپاره يوه پیسه هم نه لري.

ده زياته کړه: ((امنيه قوماندانۍ يې د کورونو په منځ کې جوړه کړې، دا بايد بل ځاى ته انتقال کړي.))

د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په دې برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

په دې اړه په بغلان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر مجيب الرحمن بهين پژواک ته وويل چې د دوی د سروې له مخې په دې سيمه کې د ٥٦ کورونو دېوالونه ويجاړ شوي دي.

ده وويل: ((موږ سروې کړل، نور مرستې د ولايت کار دى چې هغوی يې بايد ورسره ترسره کړي.))

بل لور ته د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي پژواک ته وويل چې د زيانمنو کورنيو لېست يې کابل ته استولى دى.

نوموړى زياتوي: ((د هر ټپي لپاره پنځوس زره افغانۍ او د هر وژل شوي لپاره سل زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي او د هغو کسانو چې کورونه وران شوي، له هغوی سره هم مرستې ترسره کېږي.))

همدارنګه په دې اړه د بغلان امنيه قوماندان سمنوال نيازمحمد نيازمند پژواک ته وويل چې د خلکو غوښتنې پر ځاى دي، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ بايد يو بل مناسب ځاى ته ولېږدول شي.

دى وايي: ((امنيتي مرکزونه بايد د استوګنې له سيمو څخه لرې وي، د امنيې قوماندانۍ مسئله مې له وزارت سره شريکه کړې ده.))

د يادونې ده، د بغلان پر امنيې قوماندانۍ د ډله ييز بريد مسووليت طالبانو منلى و او ويلي وو چې په دغه بريد يې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement