د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نورستان- کونړ د لويې لارې د ترميم چارې پيل شوې

د نورستان- کونړ د لويې لارې د ترميم چارې پيل شوې

May 20, 2019 - 13:27

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ پر لور د دغه ولايت نښلوونکي سړک د ترميم چارې پيل شوې چې چارواکي وايي، شل ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د ياد سړک د ترميم چارې پرون (د غويي ۲۹مه) د نورستان د والي حافظ عبدالقيوم او نورو مسوولينو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پيل شوې.

د نورستان والي وايي، له مرکز پارون څخه به د کونړ پر لور د پنځلس کیلومتره په اوږدوالي او اووه متره پلنوالي د لویې غځېدلې لارې یاده برخه  د جغل په اچولو سره جوړه شي.

دی وايي، د ياد سړک د ترميم چارې د فوايد عامې وزارت له خوا د شل میلیونه افغانيو په مالي لګښت ترسره کېږي.

حافظ عبدالقيوم دا د نورستان د پرمختګ پر لور یو بل قدم یاد کړ او زیاته يې کړه چې په خام ډول د دې لارې له بیا جوړېدو سره به د مرکز پارون د خلکو ستونزې هوارې شي او د تګ راتګ لپاره به ورته اسانتیاوو رامنځته شي .

نوموړې ډاډ څرګند کړ چې سږ کال به د یادې لویې لارې د پخولو چارې هم پيل شي.

د نورستان د فوايد عامې رييس انجنيرعبدالولي رييسي وویل، د یادې  پنځلس کیلومتره لارې په مسیر کې به ۲۵ واشونه، ۳۵۰ متره په اوږدوالي د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه استنادي دېوالونه جوړ او د لویو موټرو د ستونزو د هوارولو  لپاره به په یو شمېر برخو کې نوې کټایانې هم وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د لاري پر څنډه به عمومي ویالې هم جوړې شي چې د لارې د بېرته ویجاړېدو مخه ونیسي .

د نورستان اوسېدونکي وايي، د دې لارې په جوړېدو سره به ياد ولايت ته د تګ راتګ پر مهال د ترافيکي پېښو او نورو حادثو مخه ونيول شي.

يوه قومي مشر عزيزالله پژواک ته وويل، اوسمهال پر دغه سړک باندې تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

نورستان په ختيځ کې يو لرې پروت ولايت دی چې خلک يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement