کابل(پژواک، ٣٠ غويى ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو ادارو ته امر کړی چې د کابل سيند د مديريت پروژې دويم پړاو کار دې ژر پيل کړي او د دغه سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.
سرچینه زياتوي، په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ، ترانسپورټ او ښار جوړولو وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د کابل ولایت چارواکو د يادې پروژې په اړه د خپلو کړنو راپور ولسمشر غني ته وړاندې کړ.
یادو چارواکو ويلي چې د کابل سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی دى.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر په دې ناسته کې ويلي چې د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د پلي کېدو په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.
غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعیين، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک بللي، ويلي يې دي چې د دې پروژې راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا ده.
ده ويلي چې چارواکي دې د کابل سیند د احیا او بیارغونې پلان له بشپړېدو وروسته د خبري ناستې له لارې له خلکو سره شریک کړي.
دغه راز د خبرپاڼه له مخې، د کابل سیند پروژې په مدیریت کې د دخیلو بنسټونو له چارواکو غوښتي چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي.
هغه ويلي: "هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي."
غني د دې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن