ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي: د سولې مشورتي جرګې د پرېکړو تطبیق د هر افغان هیله ده

د کندوز اوسېدونکي: د سولې مشورتي جرګې د پرېکړو تطبیق د هر افغان هیله ده

author avatar
20 May 2019 - 17:02
د کندوز اوسېدونکي: د سولې مشورتي جرګې د پرېکړو تطبیق د هر افغان هیله ده
author avatar
20 May 2019 - 17:02

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غويی ۹۸): د کندوز اوسېدونکو د سولې مشورتي جرګې له پرېکړو د ملاتړ تر څنګ د یادو پرېکړو د ژر تر ژره پلي کېدو غوښتنه وکړه.

نن سهار د کندوز ولایت مقام په تالار کې د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکو د سولې په اړه په جوړه شوې لویه غونډه ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې د کندوز د ولایتي شورا رییس او د مشورتي جرګې غړي محمد یوسف ایوبي وویل، د کندوز ټول اوسېدونکي باید د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل رول ولوبوي.

دغه راز عنایت الله خلیق چې د مدني ټولنو په استازیتوب یې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی و، وویل: ((د سولې مشورتي جرګه به د هېواد په تاریخ کې د ملي يووالي حکومت د سترو لاسته راوړنو په توګه ثبت شي.))

هغه د سولې مشورتي جرګه په هېواد کې د سولې د ټیګښت په برخه کې د خلکو لپاره مناسب فرصت وباله او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د کندزو له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک د تطبیق په برخه کې جدي هڅې وکړي.

 د کندوز د عالمانو شورا رییس مولوي محمد عاقل په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د ځوانانو او بېګناه خلکو له وژلو او وینه تویولو دې لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې ماشومان، ځوانان او نوي ځوانان په لوړه روحیه او ارام فکر زده کړې وکړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

 مولوي عاقل قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو ته په خطاب کې وویل، د وضعیت او شرایطو په درک باید په جدي ډول خپل رول ترسره او د سولې پیغام د دولت وسله والو ته ورسوي.

په ورته وخت کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي وویل: ((د لویې جرګې پر وړاندې د لویو خنډونو او منفي تبلیغاتو سربېره د خلکو استازو په دې جرګه کې ګډون وکړ، د سولې او ثبات لپاره یې خپلې لازمې مشورې او مثبتې نظریې وړاندې کړې او پرېکړه لیک یې هم صادر کړ.))

د کندوز والي پرمختګ، اقتصادي وده، میکانیزه کرنه، د پوهنې د کچې لوړېدل، د بیان ازادي او د رسنیو شمېر، مدني ټولنې او د پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره سوله اړینه وبلله او له خلکو یې ژمنه واخیسته چې د سولې د ټینګښت تر څنګ د څو کلنو لاس ته راوړنو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

نعیمي زیاته کړه: ((موږ مسوولیت لرو چې د هغو کسانو د فکر بدولو لپاره کار وکړو چې وسله یې اخیستې جګړه کوي او خلک وژني.))

د کندوز والي د جګړې په پرتله د سولې غږ بریالی وباله او ويې ویل: ((که موږ د مرمیو، چادونو او ځانمرګو د غږ پر وړاندې د سولې اواز اوچت کړو له شک پرته چې خپلو موخو ته به نږدې او خپلې پخوانۍ هیلې (په هېواد کې د سولې ټینګښت) ته به ورسېږو او منفي فکرونه به بدل کړو.))

د یادونې ده چې دسولې مشورتي لویه جرګه د غويي په نهمه په کابل کې جوړه او پنځه ورځې یې دوام درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.