د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټولنيزو شبکو د کتاب لوستنې پر کلتور منفي اغېز کړى

ټولنيزو شبکو د کتاب لوستنې پر کلتور منفي اغېز کړى

May 20, 2019 - 13:02

خوست ښار (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): په خوست کې يو شمېر ځوانان اندېښنه څرګندوي چې د ټولنيزو شبکو کارونې د کتاب لوستنې پر کلتور منفي تاثير کړی دی.

په همدې حال کې د دغه ولايت يو شمېر ليکوال له ځوانانو غوښتنه کوي چې د ټولنيزو شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک پر ځای خپل ډېر وخت کتاب لوستنې ته ورکړي.

د خوست دغه ځوانانو چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په کتابتون کې د کتاب د اوونۍ په مناسبت جوړو مراسمو کې يې ګډون کړی وو، وويل چې ازاده مطالعه د انسان د استعداد په ښه روزلو کې خورا مهم رول لري.

دشيخ زايد پوهنتون يوه محصل محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ بايد د کتاب داسې احترام وکړو لکه د يوه استاد چې احترام کوو. ځوانان بايد له کتاب سره يو ځای شي او خپل ژوند د کتاب لوستنې سره برابر کړي.))

په همدې حال کې يوه ليکوال او فرهنګي شخصيت عبدالکريم پتنګ پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ځوانان کتاب لوستنې ته ور وبلل او وايي دا هغه څه دي چې د انستان د بريا او پرمختګ لامل ګرځي.

نوموړی داسې مهال ځوانان کتاب لوستې ته وربولي، چې د افغانانو ترمنځ د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول د فېسبوک کاريدنه د ودې او پراختيا په حال کې ده او اندېښنه څرګندوي چې دا وضعيت پر مطالعې او کتاب لوستنې منفي اغېز لري.

پتنګ زياته کړه: ((کتاب لوستل له انسان نه انسان جوړوي. کتاب هغه څه دی چې تا ته لار درښيي، تا په سمه لار روانوي او داسې انسان در نه جوړوي چې د ابد لپاره به ژوندی وې.)) 

همدارنګه په دې وروستيو کې په خوست کې د کتاب چاپونې بهير هم پيکه شوی، ښايي يو لامل يې دا وي چې ځوانانو د کتاب لوستنې پرځای خپل ډېر وخت ټولنيزو شبکو ته ورکړی دی.

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد انور زاهد بيا د دې مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه عامه پوهاوی کوي.

هغه وايي: ((انشاالله په دې برخه کې به د عامه پوهاوي پروګرامونه نيسو دا واقعيت دی چې سوشل ميډيا پر کتاب لوستنې تاثير کړی دی. څوک چې په ټولنيزو رسنيو معتاد شي نو د کتاب سره فاصله پيدا کوي.))

بلخوا د خوست د والي وياند طالب منګل بيا وايي چې ولايتي اداره د کتاب لوستنې د کلتور د پياوړتيا لپاره ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو پلان په نظر کې لري.

نوموړی زياتوي: ((پر دې د سکېج کارونه پيل شوي دي، په ځاځي ميدان، تڼي او اسماعيل خېلو ولسواليو کې دي او بيا نورو ولسواليو ته هم غځوي. دا په هغه کمپلېکس کې شامل دي چې د ولسواليو لپاره جوړېږي.))

د څېړونکو په باور، په افغانستان کې د شته ستونزو او ناخوالو يو عمده لامل دا هم دی چې د ټولنې زياتره غړي کتاب لوستل او مطالعه نه لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement