د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزار کې يو بنسټ د سولې په تړاو له خلکو کتبي نظرونه راټولوي

په مزار کې يو بنسټ د سولې په تړاو له خلکو کتبي نظرونه راټولوي

May 20, 2019 - 12:44

مزارشريف (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې افغانان د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

له دې سره د افغان پوهيالو بنسټ له خوا په مزارشريف کې د شاوخوا ۲۰۰ مدني فعالانو، د پوهنتونونو استادانو، د ښځو د حقونو فعالانو او محصلينو په حضور کې د سولې روانې پروسې په تړاو په کتبي ډول د نظرونو راټولولو لړۍ پيل شوه.

په بلخ کې د افغان پوهيالو بنسټ مشر جمشيد فردي پژواک ته وويل، چې دغه پروګرام به هم مهاله د هېواد په نورو زونونو کې هم پيل شي چې موخه يې د سولې په تړاو د افغانانو د نظرياتو راټولول او منسجم کول دي.

هغه زياته کړه چې تر دې مهاله د افغان سولې په بهير کې د افغانانو حضور او موقعيت نه دی په ډاګه شوی او په خبره يې چې همېشه د خلکو له ادرس څخه په استفادې ځينو کړيو د سولې پروسه کې ځان دخيل کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د سولې په تړاو جوړ شوو نورو کنفرانسونو سره د دوی توپير دا دی چې دوی به د ديني عالمانو، ښځو د حقونو او مدني فعالانو، روڼ اندو او عامو خلکو نظريات په څېړنيز او کتبي ډول راټولوي.

د هغه په خبره، د نظرياتو له راټولولو وروسته به هغه له ټولو هغو اړخونو سره شريکېږي چې د افغان سولې په پروسه کې دخيل وي او پر يادې پروسې به مثبت اغېز ولري.

د افغان پوهيالو بنسټ مشر خوښي وښوده چې د افغان سولې په تړاو په نړيواله او سيمه ييزه کچه اجماع رامنځته شوې ده چې بايد له شته فرصته ښه ګټه پورته کړای شي.

نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د سولې او جنګ په دې حساس پړاو کې بايد خپل غږ اوچت کړي، څو يې حقونه خوندي شي او همدا راز په ياده پروسه کې ښکېل وبلل شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې د افغانانو نظريات نه اوري؛ خو زياتوي چې دغه ډله به اخر مجبوره شي چې  د خلکو غوښتنو ته لبيک ووايي.

هغه وايي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هيله مندي زياته شوې ده.

په ورته وخت کې په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع وايي چې د ټولنې هر غړی د جنګ او سولې په رامنځته کېدو کې مهم نقش لري.

هغه زياته کړه چې د سولې روانې پروسې په تړاو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نظريه ښکاره ده.

نوموړي وويل: ((موږ په افغانستان کې هغه سوله غواړو، چې تلپاتې او عادلانه وي؛ هغه سوله چې د خلکو حقونه پکې رعايت شي، د افغانستان د تېرو ۱۷ کلونو لاسته رواړنې او د اتباعو اساسي حقوق په کې معامله نه شي.))

د سامع په خبره، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سولې په پروسه کې په مستقيم ډول ښکېل نه دی خو په وينا يې چې دوی همېشه د سولې له داعيې څخه ملاتړ کړی دی.

نوموړی زياتوی چې دغه کمېسيون د سولې د ارزښت او اړتيا او د جګړې د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د ښځو د حقونو فعالې فرزانې رحيمي پژواک ته وويل چې د سولې روانې پروسې کې د افغانانو ونډه کمرنګه ده.

نوموړې اندېښمنه ده چې د سولې په روانه پروسه کې به په تېرو اوولس کلونو کې د مېرمنو لاسته راوړنې زيان وويني.

مېرمن رحيمي غوښتنه کوي چې د سولې په ټولو پروګرامونو، پرېکړو او کنفرانسونو کې بايد مېرمنې ښکېلې وي او ونډه ورکړل شي.

هغې له افغان حکومته مننه وکړه چې د لويې جرګې ۳۰ سلنه سهم يې مېرمنو ته ورکړی وو او له حکومت څخه يې هيله دا ده چې د سولې په مخامخ خبرو کې هم افغان مېرمنو ته ونډه ورکړي.

د هغې په وينا، د سولې خبرو کې بايد هغه مېرمنو ته ونډه ورکړل شي چې په رښتيني ډول د افغان مېرمنو استازيتوب وکړای شي.

په مزارشريف کې د فاطمه بلخي ښوونځي مديره مېرمن مسکا ترين پژواک ته وايي چې د سولې پروسه کې د مېرمنو يواځينۍ غوښته د شته قانوني ازاديو، لاسته راوړنو او پرمختګونو ساتل دي.

هغه وايي چې ډېری وخت له مېرمنو سره سمبوليک چلند کېږي او زياتوي چې د سولې په پروسه کې بايد په رښتيني ډول ونډه ورکړل شي.

نوموړې وايي: ((د سولې پروسه کې ډېری هغه مېرمنې دي چې خپل نظريات د ټولو مېرمنو په استازيتوب مطرح کوي، دوی د عامو افغان مېرمنو غږونه او غوښتنې نه دي اورېدلي چې څه خواست لري.))

د هغې په خبره، د سولې په خبرو کې بايد لومړی د هغو مېرمنو غږ واورېدل شي چې په جګړو کې يې خپل اولادونه او مېړونه له لاسه ورکړي وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement