ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو په کندهار ښار کې درې غلچکي برید کوونکي وژلي

پوليسو په کندهار ښار کې درې غلچکي برید کوونکي وژلي

author avatar
20 May 2019 - 09:11
پوليسو په کندهار ښار کې درې غلچکي برید کوونکي وژلي
author avatar
20 May 2019 - 09:11

کندهار (پژواک، ٣٠ غويي ٩٨): پوليسو تېره شپه ناوخته په کندهار ښار کې درې غلچکي بري کوونکي له يوې لنډې نښته وروسته وژلي دي.

تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې په ساحه کې وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید وکړ چې پر مهال يې یو بریدګر ووژل شو او بل وتښتېد.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تښتېدلی بریدګر د دوولسمې امنیتي حوزې په ساحه کې د پولیسو پر ډزو ووژل شو.

د ده په خبره، په دغه برید کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې له دې پېښې څه وخت وروسته د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کابل شاه په سیمه کې هم یو غلچکي بریدګر لخ پولیسو سره په مقابله کې ووژل شو.

دی وايي، دغه بریدګر هغه مهال ووژل شو چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.

په کندهار کې د روژې په میاشت کې د هدفي وژنو ګراف تر بل هر وخت پورته تللی چې په کې تر ډېره پولیس، امنیتي کارکوونکي او افسران په نښه شوي دي.

وسله والو طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.