د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: ننګرهار کې د دولت ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي: ننګرهار کې د دولت ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

May 20, 2019 - 13:02

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو او چپرهار ولسواليو کې يې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وينا، وسله والو ته ياده مرګ ژوبله د ځانګړو ځواکونو د عملياتو او وسله والې نښتې پر مهال اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ په خورانو سیمه کې تېره ورځ وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر ګزمه  بريد وکړ چې له ځوابي بريد سره مخ شول.

دی زياتوي، په ځوابی برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول، ۱۳ ټپیان شول او اووه نور له وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي ونیول شول.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي او یو مرکز یې له منځه وړل شوی دی.

د والي وياند وايي، د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې پر يوه مرکز بريد کړی دی.

هغه زياتوي چې د بريد په ترڅ کې يې د يادې ډلې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور غړي وژلي او مرکز يې له منځه وړل شوی.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د یادو عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه، يو لاسي بم، پرتلې، شاجورونه، مهمات او چاودېدونکي توکي هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په سيمه کې يې له منځه وړي.

هغه وايي، د داعش وسله والو ياد مرکز چې د ډاګو په سيمه کې د ولسونو په منځ کې جوړ شوی و، د جلال اباد ښار لپاره په کې د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د نورو تخريبي کړنو پلانونه جوړېدل.

د ننګرهار د والي وياند ډاډ ورکړ چې په يادو عملياتو او وسله والو نښته کې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement