جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو او چپرهار ولسواليو کې يې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په وينا، وسله والو ته ياده مرګ ژوبله د ځانګړو ځواکونو د عملياتو او وسله والې نښتې پر مهال اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ په خورانو سیمه کې تېره ورځ وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر ګزمه بريد وکړ چې له ځوابي بريد سره مخ شول.
دی زياتوي، په ځوابی برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول، ۱۳ ټپیان شول او اووه نور له وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي ونیول شول.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي او یو مرکز یې له منځه وړل شوی دی.
د والي وياند وايي، د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې پر يوه مرکز بريد کړی دی.
هغه زياتوي چې د بريد په ترڅ کې يې د يادې ډلې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور غړي وژلي او مرکز يې له منځه وړل شوی.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د یادو عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه، يو لاسي بم، پرتلې، شاجورونه، مهمات او چاودېدونکي توکي هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي چې په سيمه کې يې له منځه وړي.
هغه وايي، د داعش وسله والو ياد مرکز چې د ډاګو په سيمه کې د ولسونو په منځ کې جوړ شوی و، د جلال اباد ښار لپاره په کې د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د نورو تخريبي کړنو پلانونه جوړېدل.
د ننګرهار د والي وياند ډاډ ورکړ چې په يادو عملياتو او وسله والو نښته کې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالب او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن