کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٨): ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ترسره کول اړين دي، خو په دې اړه پرېکړې يواځې د ټاکنو کمېسيون کولی شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا په ټويټر کې ليکلي شوي چې د دې ادارې مشر تداميچي ياماموتو پرون د افغانستان د ټاکنيزو کمېسيونونو له کمېشرانو سره ليدلي دي.
هغه زياته کړې، دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
د نوموړي په وينا، له کوم ځنډ پرته بايد هر يو پر خپله وخت د ټاکنو ترسره کېدو او دا چې افغانان د رايې ورکولو خپل قانوني حق ترلاسه کړي، رول ادا کړي.
ياماموتو وايي، د يوناما تخنيکي مشوره دا ده، دا چې ولسمشريزو ټاکنو ته څلور مياشتې پاتې دي، نو سخته اړتيا ده چې ټوله پاملرنه ولسمشريزو ټاکنو ته وشي.
د يوناما مشر زياته کړې، د ټاکنو کمېسيون يوه خپلواکه اداره ده چې افغان ولسمشريزې ټاکنې ترسره کوي، دوى پرېکړه کولى شي څو ټاکنې څه ډول ترسره کړي.
د هغه په وينا، يوناما يواځې د ټاکنو کمېسيون پرېکړو ته په درناوي سره يواځې تخنيکي او تاکتيکي مشورې ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پرون ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې د يوناما مشر له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځاى د ولايتي شورا او د غزني ولايت له ټاکنو سره مخالفت کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن