کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۸) : افغانستان ایرلینډ ته د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۱۲۶ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه چې، نن د ایرلینډ به بلفاسټ ښار کې ترسره شوه، پچه یې ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان توپوهونکو دا ځل ډیره ښه لوبه وکړه، شهزاد محمدي سلیزه ووهله او په ۱۰۱ منډو وسوځید، رحمت شاه ۶۲ او نجیب ځدراڼ ۶۰ منډې جوړې کړې، حشمت الله شهیدی هم ۴۷ د پام وړ جوړې کړې.
دایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو وسوځیدله، دافغانستان له لوري لوبډلمشر تاریخي لوبه وکړه او شپږ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز افتاب عالم، دولت ځدراڼ او رحمت شاه هم یو یو لوبغاړي وسوځول.
ګلبدین نایب د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر دې مخکې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ایرلینډ ګټلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن