ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ځينو شرکتونو او سوداګرو د خوراکي توکو په بیو کې تخفیف راوستلی

بلخ کې ځينو شرکتونو او سوداګرو د خوراکي توکو په بیو کې تخفیف راوستلی

author avatar
21 May 2019 - 14:37
بلخ کې ځينو شرکتونو او سوداګرو د خوراکي توکو په بیو کې تخفیف راوستلی
author avatar
21 May 2019 - 14:37

مزارشريف (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر سوداګريز شرکتونه او سوداګر د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت خپل خوراکي توکي په ځانګړي تخفيف پلوري.

دغه پروګرام د غويي په ۳۱مه پيل شو چې د روژې مياشتې تر پايه به دوام ومومي.

د ياد تخفيف له مخې به سوداګر د ښار په بېلابېلو برخو کې خپل هر ټن خوراکي توکي د بازار له نرخه په ۵۰ ډالره تخفيف مشتريانو ته رسوي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي پژواک ته وويل چې سوداګرو دغه ګام د بلخ ولايت مقام له وړانديز وروسته پورته کړی دی.

هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ خونو په همغږۍ د بلخ يو شمېر سوداګريزو شرکتونو او تجارانو تصميم نيولی چې هره ورځ به څه باندې ۶۰ ټنه ارتزاقي مواد په ځانګړي تخفيف سره تر خلکو رسوي.

نوموړی زياتوي چې په دغو موادو کې اوړه، وريجي، غوړي او يو شمېر نور لومړني توکي شامل دي.

د يونسي په خبره، دوی به هره ورځ د ښار په بېلابېلو نقطو کې کانټينرونه درولي؛ څو د خلکو لاسرسی ورته اسانه شي.

هغه وويل: ((موږ کوشش کوو چې يادو تخفيف شوو موادو ته د خلکو لاسرسی زيات وي، هر ټن مواد به د بازار له نرخه ۵۰ ډالره ارزانه وي، د بېلګې په ډول د اوړو هره بوجۍ د بازار له نرخه ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پر خلکو پلورو.))

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس شته ستونزو، د فصل تغيير او ترانيزيټي مشکلاتو ته په کتو وايي چې د سږ کال په روژه کې نرخونه ډېر نه دي لوړ شوي.

نوموړی زياتوي چې که حکومت د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت پر وارداتي توکو تعرفه کې تخفيف راولي؛ نو سوداګر به يې هم په هماغه تخفيف خلکو ته ورسوي.

سوداګر حاجي خيرالدين مايل پژواک ته وويل چې دوی د ياد پروګرام له لارې غواړي څو لومړني خوراکي او ارتزاقي توکي په لومړي لاس کې خلکو ته ورسوي او همدا راز د تخفيف له لارې خلکو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغان سوداګر هڅه کوي څو خلکو ته لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.