کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٨) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې دوى د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د ملاتړ ترڅنګ د امنيت په برخه کې يې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ٣١مه، په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال د پژواک اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
هغه زياته کړه، تېره ورځ يې د افغانستان دټاکنو خپلواک کمېسيون، کورنيو چارو، ملي دفاع وزارت، ملي امنيت رياست او د افغانستان امنيت شورا له استازو سره ګډه ناسته وکړه.
د جنرال مېلر په وينا، په دې ناسته کې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پر چمتووالي او پر امنيتي اړخونو يې په تفصيل سره خبرې وشوې.
دى وايي، د ټاکنو دامنيت نيول د افغان ځواکونو مسووليت دى او هغوى دغه کار په ښه توګه ترسره کولى شي، خو دوى په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي زياته کړه، هر کله چې افغان ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دوى څخه د مرستې غوښتنه وکړه، نو دوى به همکاري وکړي.
خو د ناټو د همکارۍ د څرنګوالي په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.
هغه د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه چې هره ورځ د خپل ولس او هېواد لپاره قرباني ورکوي او هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو لپاره خوندي فضا رامنځته کړي.
د ناټو قوماندان د ملکي تلفاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ډېرى مهال د ملکي تلفاتو له وېرې دوى عمليات درولي دي.
نوموړي پر دې تلفاتو خواشيني څرګنده کړه او په ډاګه يې کړه چې دوى هېڅکله دا نه غواړي چې خلکو ته دې زيان واوړي.
جنرال مېلر په افغانستان کې د القاعدې شبکې شتون تاييد کړ او ويې ويل چې دغه ډله اوس هم د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې فعاليتونه کوي.
هغه داعش يوه خطرناکه ترهګريزه ډله ياده کړه او ويې ويل چې له افغان ځواکونو سره په ګډه د دغې ډلې پر ضد مبارزې ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن