ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار- سپین بولدک سړک چارې د قرارداد خلاف په ټیټ کیفیت روانې دي”

“د کندهار- سپین بولدک سړک چارې د قرارداد خلاف په ټیټ کیفیت روانې دي”

author avatar
21 May 2019 - 12:17
“د کندهار- سپین بولدک سړک چارې د قرارداد خلاف په ټیټ کیفیت روانې دي”
author avatar
21 May 2019 - 12:17

کندهار (پژواک، ۳۱ غویی ۹۸): د کندهار ولایتي شورا غړي وايي چې د کندهار- سپین بولدک سړک د جوړولو چارې له قرارداد سره سمې نه دي روانې او په دې پروژه کې فساد شتون لري.

له تېر شاوخوا یو کال راهیسې د کندهار- سپین بولدک د اوسني سړک تر څنګ په موازي توګه د ۸۰ کیلومتره بل سړک جوړولو چارې روانې دي چې ټاکل شوې ده د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

خو چارواکي د دغه سړک د کار د کیفیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چارې يې له قراداد سره سمې نه دي.

په دې اړه د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه معلومات چې دغې ادارې ته رسېدلي، ښيي چې د کندهار- سپین بولدک سړک د جوړولو چارې له شوي  قرارداد سره سمې پر مخ نه وړل کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې فساد موجود دی او باید مخنیوی یې وشي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل چې څه ډول فساد؟

خو ده غوښتنه وکړه چې ولایتي اداره دې په پر له پسې توګه له دې پروژې څارنه او نظارت وکړي.

خاکرېزوال وايي، په اوونیزه اداري غونډه کې یې دغه ستونزه له ولایتي ادارې هم شریکه کړې ده.

د کندهار د فوايد عامې رییس انجنیر صابر احمدزی مني چې ډېر مهال د سړکونو جوړولو پر مهال معیار ته پام نه کېږي چې له امله یې دغسې سړکونه په لنډه موده کې ویجاړېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په وار وار یې په دې اړه قراردادیانو ته خبرداری هم ورکړی خو ګټه یې نه ده کړې.

دی زیاتوي، دا د دوی دنده ده چې نه یوازې د کندهار- سپين بولدک سړک، بلکې په دغه ولایت کې له جوړېدونکو ټولو سړکونو وخت پر وخت نظارت وکړي او له هغو شرکتونو سره قانوني چلند وکړي چې له ټاکلو معیارونو او شرایطو سره خپلې چارې نه ترسره کوي.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار- سپين بولدک سړک په اړه له شکایت وروسته والي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د ټولو هغو قراردادیانو کارونه وځنډوي چې پروژې یې د قرارداد خلاف روانې وي.

نوموړي په ساختماني پروژو او سړکونو کې فساد ستر جنایت وباله او ویې ویل چې له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.