کلات (پژواک، ٣١ غويى ٩٨) : امنيتي سرچينې وايي چې په زابل ولايت کې د يوه داخلي بريد په پايله کې څلور پوليس وژل شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ د ستارې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، يوه نفوذي پوليس په پوسته کې خپل څلور ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په سوېلي ولايتونو کې د اډول پېښې رامنځته شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن