ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: له امریکا او نورو متحدینو سره زموږ همکاري د قربانیو په اساس جوړه شوې

محب: له امریکا او نورو متحدینو سره زموږ همکاري د قربانیو په اساس جوړه شوې

author avatar
21 May 2019 - 16:41
محب: له امریکا او نورو متحدینو سره زموږ همکاري د قربانیو په اساس جوړه شوې
author avatar
21 May 2019 - 16:41

کابل (پژواک،٣١ غويى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي، له امریکا متحدو ایالتونو او نورو نړیوالو متحدینو سره زموږ همکاري د وینې، زیار او قربانیو په اساس جوړه شوې ده.

نوموړي دغه خبرې، نن د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو فراغت په مراسمو کې کړې دي. 

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، د افغانستان امریکايي پوهنتون د نسلي تغییر د لیدلوري تحقق لپاره د جمهور رییس غني له هغه لیدلوري سره چې ځوانان د هېواد د ابادۍ لپاره اړینه اړتیا او ځواکمن قدرت دی، مرسته کوي.

ده څرګنده کړه چې د انکشاف او بیارغونې د بهیر په جریان کې دوى د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو له همکاریو مننه کوي.

هغه وویل، له امریکا متحدو ایالتونو او نورو نړیوالو متحدینو سره زموږ همکاري د وینې، زیار او قربانیو په اساس جوړه شوې ده. دغې ګډې همکارۍ د افغانستان امریکايي پوهنتون په ګډون زیاتو اسانتیاوو او امکاناتو ته زمینه برابره کړې.

ده زیاته کړه، دغه پوهنتون پر دې حقیقت ګواهي ورکوي، چې له ستونزو سره ــ سره او هغه ننګونې چې زموږ په مخ کې پرتې دي، د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو همکاري همدا شان ټینګه ده او زموږ هېوادونه د کلیدي متحدینو په توګه له مشترک لیدلوري، د هېواد د هوسا او سوله ییزې راتلونکې لپاره فکر کوي. دواړه هېوادونه د پوهنې او پرمختګ په ګډون د مشترکو ارزښتونو په تحقق باور لري.

محب وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغه افغانستان لپاره جګړه کوي چې په هغه کې افراد، قومونه او جنګسالاران د ژوند تګلاره تعیین نه کړي، بلکې د هغوی پر ځای خپله خلک د ولسواکه بهیرونو له لارې خپل برخلیک وټاکي. دغه چاره افغانستان کې د تلپاتې سولې اړوند د جمهور رییس غني له لیدلوري سره یو شان ده، هغه لیدلوری چې په هغه کې ټولنیز او ساختاري تاوتریخوالی پای ومومي او ځای یې عزت او هوساینه ونیسي.

هغه فارغانو ته په خطاب کې وویل: "تاسو د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لرئ؛ هغه رهبري چې په نورو اغېز ولري. تاسو د افغانانو د نوي نسل په توګه چې د تېرو دوو لسیزو د مثبتو تغییراتو استازولي کوي، له خطاب سره مخ کېږئ. د هېواد د ګټو، سولې او هوساینې لپاره له ټولو قیدونو او بندونو لرې هېواد ته خدمت وکړئ."

محب همدا راز وویل، حکومت د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو ښوونکو بېرته خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.