کابل (پژواک، ٣١غويى٩٨) : حکومت ادعا کوي چې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې يې يو شمېر وسله وال وژلي، خو طالبان وژل شوي کسان عام وګړي بولي.
د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو او شپنيو چاپو پرمهال ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينې ادعا کړې چې دغه راز ٦ وسله وال امنيتي ځواکونو ژوندي هم نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو ٧ موټر، ٢٠ موټرسايکلونه او يوه اندازه مهمات او ماينونه له منځه وړل شوي دي.
خو په خبرپاڼه کې د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د وسله والو ترڅنګ، درې عام وګړي هم وژل شوي دي.
د ده په خبره دوى ته د ١٢ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د نيول کېدو خبر هم رسېدلى دى.
دغه راز هوتک د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د ياد ولايت د مرکز د ميدان ښار په ده افغانانو سيمه کې هم په يو هوايي بريد کې يو شمېر کسان وژل شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې وړمه شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ٧عام وګړي وژل شوي دي.
هغه زياته کړې يادو ځواکونو د خلکو نقليه وسايط سوځولي، د کورونو دروازې يې ماتې کړي او عامو خلکو ته يې زيات مالي زيانونه هم اړولي دي.
د دې ترڅنګ مجاهد وايي چې د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په تنګي دره سيمه کې درې ماشومان چې له غره يې خس راوړل په هوايي بريد کې وژل شوي، خو د ميدان وردګو امنيتي مسوولينو تراوسه د تنګي د بريد په اړه څه نه دي ويلي.
پژواک هڅه وکړه چې د عملياتو په سيمو کې له عامو خلکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن