کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٨) : د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي چې په افغانستان کې له کلونو جګړې وروسته سولې ته هيله مندي زياته شوې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تاجکستان کې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې کړې او د افغانانو ترمنځ د سولې پراخو خبرو د پيلېدو غوښتونکی شوى دى.
هغه زياته کړې:«افغانستان کې له کلونو جګړې وروسته، په پایله کې سوله راتلونکې ده.))
د چين د بهرنيو چارو وزير چین او تاجکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړي چې د سولې په برخه کې ګډ دریځ لري.
نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو ویلي دي:«موږ هیله لرو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د داسې معاملې لامل شي چې دې بهیر ته ګټور واوسي، هیله لرو چې نور اړخونه هم وتوانیږي د افغانستان د روان کړکېچ حل لارې په برخه کې مثبت رول ولوبوي.))
وانګ یي د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې د چین له مثبتې ونډې هم ډاډ ورکوي.
هغه همداراز زیاته کړې ده چې چین هیڅکله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او هېواد یې لېواله دی تر څو د افغانستان د سولې په بهیر کې اغېزمنه ونډه ولري او د دغه هېواد د بیا رغونې په برخه کې اړینې مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن