د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د ځان د درملنې توان نه لرم، که مړه شم اولادونه مې بې سرپرسته کېږي»

«د ځان د درملنې توان نه لرم، که مړه شم اولادونه مې بې سرپرسته کېږي»

May 21, 2019 - 16:42

 

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۸): د کابل اوسېدونکې چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر سخته ناروغۍ اخته ده وايي، د ځان د درملنې توان نه لري او که مړه شي اولادونه یې بې سرپرسته پاتې کېږي.

فرزانه چې ۴۰ کاله عمر لري او د دوو لوڼو او یوه زوی مور ده، وروسته له هغه چې دوه کاله مخکې یې پر نشه يي توکو روږدی خاوند له کوره وتلی او تر اوسه نادرکه دی، خپله د کورنۍ سرپرستي کوي.

نوموړې له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دې ناروغي ورته د ژوند چارې سختې کړې او یوازېنۍ هیله یې اولادونه دي.

د هغې په خبره، ناروغۍ دومره ستړې کړې چې راتلونکي ته هېڅ هیله نه لري.

هغې زیاته کړه: ((دوې لوڼې مې کور ته ګټه راوړي، یوه یې ۲۰ کلنه او دویمه یې ۱۳ کاله عمر لري او د ښوونځي تر لوستلو سربېره وروسته له وخته د خلکو کورونو ته ځي او جامې مینځي او پاک کاري کوي او هره میاشت پنځه زره افغانۍ ګټي.))

هغې د اندېښنې په څرګندولو وویل، د کور د درېیو میاشتو کرایه «هره میاشت ۳۰۰۰ افغانۍ» مو نه ده ورکړې، اوه میاشتې کېږي مشره لور مې چې څلور کاله کېږي یوولسم ټولګی لولي، په رواني ناروغۍ اخته شوې او نور نه شي کولای خپل کار او زده کړو ته دوام ورکړي.

دغې مېرمنې چې له پنځو کلونو راهیسې  په دې ناروغۍ اخته ده وویل، همدا اوس یې د پښې وزن ۱۵ کیلوګرام ته رسېدلی او دغه وده د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

فرزانه چې په ډېره سختۍ په لکڼه ځي زیاته کړه، دوې میاشتې مخکې یې په لاره د تګ توان درلود او د کور کارونه یې ترسره کول، خو له درېیو کلونو راهیسې هره ورځ یو ځل له کوره وځي او په نورو کارونو کې یې لوڼې ورسره مرسته کوي.

فرزانه له روغتیايي مسوولانو او حکومته وغوښتل چې له دې سره مرسته وکړي، د هغې د درملنې لپاره دې زمینه چې ډېر لګښت پرې راځي برابره کړي.

د فرزانې لور چې ځان سالمه معرفي کوي وویل، د ناهید شهید ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې ده، درې ورځې کېږي چې ښوونځي ته نه ده تللې، له دوی څخه يې په ښوونځي کې د رنګ پیسې غوښتې، مور ته مې وویل چې د رنګ پیسې راکړي خو هغه وایي نه یې لرم.

هغې په ژړا سره زیاته کړه: ((په راتلونکي کې غواړم ډاکتره شم، څو د خپلې مور د ناروغۍ درملنه وکړم، خو ښوونځي لوستل هم شرایط غواړي، زه کتابچه او قلم نه لرم، د ښوونځي جامې نه لرم، په ښوونځي کې اضافي پيسې نه شم ورکولای، نه څه ډول زده کړې وکړم.))

د فرزانې کوچنی زوی چې د مور تر څنګ ناست دی ځان سالم معرفي کړ او ویې ویل: ((د ښوونځي په لومړي ټولګي کې یم، بوټان مې زاړه شوي، یو یخن قاق لرم چې د جامو پر سر یې اغوندم او ښوونځي ته ځم.))

هغه هم په ژړغوني غږ وویل، تېره ورځ ښوونکي د یخن قاق تر شا ونیولو او هغه یې له ټولګي بیرون وغورځاوه او ویې ویل، مور دې دومره پیسې نه لري چې یو سم پطلون یا کالي درته واخلي او نن له ډاره ښوونځي ته نه دی تللی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement