د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې ځينو شرکتونو او سوداګرو د خوراکي توکو په بیو کې تخفیف راوستلی

بلخ کې ځينو شرکتونو او سوداګرو د خوراکي توکو په بیو کې تخفیف راوستلی

May 21, 2019 - 14:37

مزارشريف (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر سوداګريز شرکتونه او سوداګر د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت خپل خوراکي توکي په ځانګړي تخفيف پلوري.

دغه پروګرام د غويي په ۳۱مه پيل شو چې د روژې مياشتې تر پايه به دوام ومومي.

د ياد تخفيف له مخې به سوداګر د ښار په بېلابېلو برخو کې خپل هر ټن خوراکي توکي د بازار له نرخه په ۵۰ ډالره تخفيف مشتريانو ته رسوي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي پژواک ته وويل چې سوداګرو دغه ګام د بلخ ولايت مقام له وړانديز وروسته پورته کړی دی.

هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ خونو په همغږۍ د بلخ يو شمېر سوداګريزو شرکتونو او تجارانو تصميم نيولی چې هره ورځ به څه باندې ۶۰ ټنه ارتزاقي مواد په ځانګړي تخفيف سره تر خلکو رسوي.

نوموړی زياتوي چې په دغو موادو کې اوړه، وريجي، غوړي او يو شمېر نور لومړني توکي شامل دي.

د يونسي په خبره، دوی به هره ورځ د ښار په بېلابېلو نقطو کې کانټينرونه درولي؛ څو د خلکو لاسرسی ورته اسانه شي.

هغه وويل: ((موږ کوشش کوو چې يادو تخفيف شوو موادو ته د خلکو لاسرسی زيات وي، هر ټن مواد به د بازار له نرخه ۵۰ ډالره ارزانه وي، د بېلګې په ډول د اوړو هره بوجۍ د بازار له نرخه ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پر خلکو پلورو.))

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس شته ستونزو، د فصل تغيير او ترانيزيټي مشکلاتو ته په کتو وايي چې د سږ کال په روژه کې نرخونه ډېر نه دي لوړ شوي.

نوموړی زياتوي چې که حکومت د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت پر وارداتي توکو تعرفه کې تخفيف راولي؛ نو سوداګر به يې هم په هماغه تخفيف خلکو ته ورسوي.

سوداګر حاجي خيرالدين مايل پژواک ته وويل چې دوی د ياد پروګرام له لارې غواړي څو لومړني خوراکي او ارتزاقي توکي په لومړي لاس کې خلکو ته ورسوي او همدا راز د تخفيف له لارې خلکو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغان سوداګر هڅه کوي څو خلکو ته لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وايي چې سوداګرو ژمنه کړې څو هره ورځ ياد خوراکي توکي د بلخ سوداګرۍ خونې او ولايت مقام ته وسپاري څو يې دوی په مساويانه ډول د ښار ټولو نقطو ته ورسوي.

حاجي مايل زياتوي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال په بازارونو کې د خوراکي توکو لکه اوړو او وريجو بيې نه دي لوړې شوې.

د مزارشريف اوسېدونکی محمد شريف د بلخ سوداګرو له دغه نوښت او مرستې مننه کوي او غوښتنه يې دا ده، چې په روژې مياشت کې د خوراکي موادو ټول قلمونه ارزانه شي.

هغه زياتوي چې خلک ډېر غريب دي، کار او روزګار نشته او په بازارونو کې هم د اجناسو بيې لوړې شوې دي.

د هغه په وينا، که نرخونه ارزانه شي؛ نو خلک به په اسانۍ سره خوراکي توکو ته لاسرسی پيدا کړي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي د بلخ له سوداګرو مننه وکړه چې د خلکو ستونزې يې درک کړي او د خوراکي موادو په قيمتونو کې يې تخفيف رامنځته کړی دی.

د هغه په وينا، پر مالداره خلکو لازمه ده چې د خپلو غريبو خلکو لاسنیوی وکړي او مرسته ور ورسوي.

توحيدي هم غوښتنه وکړه چې سوداګر بايد په نورو اقلامو کې هم تخفيف راولي څو خلک ورته په اسانۍ لاسرسی پيدا کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement