ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د پکتیا پوهنې ته پاملرنه ډېره کړي”

“حکومت دې د پکتیا پوهنې ته پاملرنه ډېره کړي”

author avatar
21 May 2019 - 12:06
“حکومت دې د پکتیا پوهنې ته پاملرنه ډېره کړي”
author avatar
21 May 2019 - 12:06

ګردېز (پژواک، ٣١ غويی ٩٨): د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې ځيني پرمختګونه شوي خو ډېر کار ته اړتيا ده څو ټولې ستونزې حل شي.

دغه څرګندونې د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د غويي په ٣١مه د ياد رياست د بېلابېلو برخو د کارکوونکو په ناسته کې وکړې.

کوچي وويل چې د روان ښوونیز کال لپاره د پوهنې وزارت له خوا ورته د ۲۷۰۰۰ نوو زده کوونکو د جذب هدف ورکړل شوی و، خو له ورکړل شوي هدفه د څلور زره زده کوونکو په زياتوالي ۳۱۰۰۰ نوي زده کوونکي ښوونځيو کې شامل شوي دي.

ځاځی د زده کوونکو پر کميت هم ټينګار کوي او وايي چې لومړی بايد له زده کړو پاتې شوي د ښوونځيو د عمر زده کوونکي مکتبونو کې شامل کړاى شي.

نوموړی د ټيټ تعليمي کيفيت ستونزه مني او وايي چې د اصلاحاتو لپاره يې د شته اسانتياوو تر بريده کار پيل کړی، خو په دې اړه د مرکزي ادارې همکاري اړينه بولي.

ده زياته کړه: ((د پوهنې د کيفيت په باره کې مسايل او مشکلات لرو. د دې ستونزې د حل لپاره ځيني لنډمهاله کارونه دا دي چې د مختلفو موسـساتو له خوا اول ښوونکو ته ټرینينګ ورکړو، په دويم قدم کې له دوی څخه جدي څارنه وکړو، له درس څخه يې څارنه وکړو چې د درس کيفيت يې څنګه دی، شاګردان ليکل، لوستل کولی شي او که نه شي يې کولی؟))

بل لور ته د پکتيا اوسېدونکي هم له ټيټ ښوونیز کيفيت څخه شکايت کوي او وايي چې د دغه ولايت ښوونځي له کيفي اړخه په خورا ناوړه حالت کې دي.

د ګردېز اوسېدونکی عبدالبصير د ښوونځيو د ودانيو، ولسواليو کې د مسلکي او ښځينه ښوونکو نه شتون، د ښوونځيو لرې والی، په ښوونځيو کې د لابراتوارونو، کمپيوټر لېبونو او عملي کار نشتوالی او ځينې نورې نيمګړتياوې د ټيټ تعليمي کيفيت عوامل بولي.

بصير پژواک ته وویل: ((څنګه چې لازمه ده بايد په دې بخش کې کار وشي، دولتي چارواکي او پوهنې رياست بايد په دې کې رغنده رول ولوبوي او هلې، ځلې وشي چې له کومو لارو او ميتودونو په کار اخيستنې کولی شو تعليمي کيفي کچه لوړه کړو او له اوسني خراب حالته و وځي.))

مدني فعاله شازيه وايي چې له ښوونځيو څخه فارغېدونکي ډېری زده کوونکي د ټيټې ښوونيزې کچې له امله لوړو زده کړو ته لار نه شي پيدا کولی او د برياليتوب په صورت کې تحصيلي اړتياوو ته د رسېدو په برخه کې د ناتواني له امله د پوهنتون پر تحصيلي بهير هم منفي اغېز کوي.

نوموړې وويل: ((د پکتيا ولايتي چارواکو زياته توجه کميت ته کړې ده، کيفيت ته بايد توجه وشي، زياتره شاګردان چې فارغيږي که پنځوس فيصده باسواده وي، نو پنځوس فيصده نور بې سواده فارغيږي، يانې پکتيا کې د سواد کچه ډېره ټيټه ده.))

خو د پکتيا د پوهنې رييس بيا وايي چې سږ کال يې د لسګونه نوو ښخو او نارینه وو استادانو د ګومارنې له لارې د حالت ښه والي ته کار کړی او هڅه کوي چې د ځينو نورو اړتياوو د پوره کېدو له لارې ياده ستونزه تر ډېره کمه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.