د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ملابرادر سره په قطر کې وکتل

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ملابرادر سره په قطر کې وکتل

May 21, 2019 - 20:30

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۸) : افغانستان لباره د اروپایي اتحادیې خاص استازي  رولانډ کوبیا په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

د طالبانو دقطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په دې لیدنه کې چې نن دوحه کې وشوه، ملا برادر د اروپايي اتحادیې خاص استازي سره د افغانستان په روانو حالاتو، له امریکایانو سره په مذاکراتو، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي او بشري مرستو خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.

 نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د طالبانو سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې  افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم ملا برادر سره لیدلي وو، تر دې مخکې د یوناما ، ازبيکستان، اندونیزیا او ځینو نورو هیوادونو استازو هم له ملا برادر سره لیدنې کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement