ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو حقونو فعالان: د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دی

د ښځو حقونو فعالان: د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دی

author avatar
21 May 2019 - 18:17
د ښځو حقونو فعالان: د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دی
author avatar
21 May 2019 - 18:17

میمنه (پژواک، ۳١ غویی ۹۸): په فاریاب کې د ښځو یو شمېر فعالین وايي، د امنیتي ستونزو، رواجونو او له کوره بیرون د ښځو د کار په اړه د منفي لید له امله د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو حضور کمرنګ دی.

دوی په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور پر کموالي نیوکه وکړه او ویې ویل، له څو محدودو ادارو پرته په زیاتره دولتي ادارو کې ښځې کار نه کوي.

د دې ولايت د کار او ټولنیز چارو ریاست د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸۱۵ کسان په دولتي ملکي ادارو کې پر دندو بوخت دي چې ۳۳ سلنه یې ښځې دي.

د فاریاب د مدني ټولنې شبکې غړې او په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو مدافع ډاکټر کریمې حامد د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو په کم حضور نیوکه وکړه او ویې ویل، همدا اوس د ولسوالیو په ګډون په زياترو دولتي ادارو کې ښځې نشته، خو په نمایشي ډول یواځې یوه ښځه د خانچارباغ د ولسوالې په صفت او څو نورې د اندخوی په ادارو کې کار کوي.

د دې په خبره، په داسې حال کې چې په دولتي ادارو کې د ښځو حضور د اداري چارو د ښه والي، ښې حکومتولۍ، په رسمي کارونو کې روڼوالی او د اداري فساد په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي، خو اوس هم په زیاتره ادارو کې ښځې نشته.

هغې د دې په روښانولو ښځې د نارینه وو په پرتله ژمنې او رښتینې دي، له حکومته وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت لپاره جدي توجه وکړي او دوی د زده کړو، پوهې او وړتیا په اساس په دنده وګماري او پر ضوابطو اړیکې له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه: ((د طالبانو د حاکمیت له سقوط او په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته ښځو په ځانګړې مینه ټولنې ته د خدمت په موخه په بېلا بېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې جذب او کار کړی، خو د امنیتي وضعیت د خرابېدو، ښځو ته د لازمو اسانتیاوو او امکاناتو د نه شتون، د نارینه همکارانو له خوا ښځو ته د مزاحمت،  د امرانو خواستګاريو او تر لاس لاندې او همکارو ښځو سره د واده او له ښځو څخه د ناوړه استفادې له امله عامه په ځانکړې توګه د کورنیو فکرونه بدل شول او ښځو او لوڼو ته له کوره د بیرون وتلو او په دفتر کې د کار اجازه نه ورکوي.))

د میمنې ښار د ستارې عالي لېسې ښوونکې فرخندې چې د سولې د لویې مشورتي جرګې غړیتوب یې هم درلود، په دولتي ادارو کې د ښځو پر کم حضور نیوکه وکړه او ویې ویل، د ښځو چارو له ریاست، پوهنې او لوړو زده کړو پرته په هېڅ دولتي اداره او ولسوالیو کې ښځې نشته، که وي هم، شمېر یې ډېر کم دی.

نوموړې زیاته کړه: ((ناامني، د ولسوالیو سقوط، نرواکي او کورني قیودات په دولتي ادارو کې د ښځو د فعالیت د حضور خنډ شوی دی.))

د هغه په خبره، ښځې چې د افغان ټولنې نیمايي برخه جوړوي، باید په زړورتیا د اسلام او هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له خپلو حقونو استفاده وکړي.

د میمنې د ښاروالۍ د بشرۍ سرچینو مديره قاهره قاریزاده هم د فاریاب په سیمه ییزو دولتي ادارو کې د ښځو پر کم حضور نیوکه کوي او وايي، له پوهنې، عامې روغتیا او ښاروالۍ پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو حضور ډېر کم دی.

د دې په خبره، دې ته په کتو چې د پخوا په پرتله د ښځو د زده کړو کچه لوړه ده او په چلند، فکر او ټولنیز ژوند کې یې مثبت بدلونونه راغلی، خو په کاري ساحه کې د نه خوندیتوب له امله کورنۍ اجازه نه ورکوي چې ښځې او لورګانې یې له نارینه وو سره کار وکړي.

هغه روښانه کړه چې د دغو ستونزو او ناخوالو له امله هېڅ ښځه جرئت نه کوي چې هغه بست لپاره سیالۍ ته اماده شي چې هلته نارینه وي او غوره ګڼي چې ښوونکې وي.

خو مېرمن قاريزاده په ډاګه کړه چې په وروستیو دوو کلونو کې د میمنې په ښاروالۍ کې د پام وړ تغییرات راغلي او له ټولو ۶۰ کارکوونکو ۱۶ ښځې دي.

هغې زیاته کړه، پر امنیتي ستونزو سربېره بدبیني او کاري محدودیت، د لازمو اسانتیاوو لکه کوټې، تشناب، وړکتون، ترانسپورټ او نورو اړتیاوو د نشتوالي له امله کمې ښځې په دولتي ادارو کې کې کار کول خوښوي.

په ورته وخت کې د فاریاب پوهنتون رییس فيروز کریمي وویل، په دغه اکاډمیک بنسټ کې له ټولو ۱۵۸ استادانو څخه د درېیو پوهنځیو د رییسانو په ګډون ۳۴ ښځې دي او له ۴۱۷۱ محصلینو څخه ۱۰۵۶ یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ستونزو، وسله والو مخالفینو د ګواښونو، له کرنې، انجنیرۍ او اقتصاد پوهنځيو سره د نجونو د نه لېوالتیا له امله د مخکې کلونو په پرتله په دغه علمي مرکز کې نجونې کمې شوې دي.

د فاریاب د پوهنې ریاست سرپرست محمد شعیب نوري پژواک ته وویل، له ۳۲۰ زره ډېر زده کوونکي په ښوونځیو کې زده کړې کوي چې ۴۲ سلنه یې نجونې دي او له ۹۱۴۷ ښوونکو او کارکوونکو ۳۲۱۷ ښځې دي.

دغه راز د فاریاب د کار او ټولنیز چارو رییسې کریمې بیهقي، که څه هم امنیتي ګواښونه د ښځو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې، خو ویې ویل، په افغانستان کې د نوي نظام له جوړېدو وروسته ښځو ته له کوره بهر د کار زمینه برابره شوې ده.

هغې په خوښۍ په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور او رول په اړه وویل، پخوا ښځې له کور څخه نه شوای وتلای، له خپلو اسلامي او انساني حقونو نه وې خبرې، خو د نوي نظام له جوړېدو وروسته د ښځو د وړتیا د پورته کولو لپاره تر هڅو وروسته د ښځو وړتيا زیاته شوې ده.

هغې روښانه کړه، په فاریاب کې د نورو ادارو په پرتله په پوهنیزو ادارو او پوهنتونونو کې د ښځو حضور زیات دی.

بیهقي زیاته کړه، اوس په ولایتي شورا، ملي شورا، دولتي او نادولتي بنسټونو او بانکونو کې ښځې فعالیت کوي، خو اړتیا ده چې ښځو ته زیات رول ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه: ((د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې هېڅ خڼد نشته، یواځې د خلکو په فکر کې یو منفي لید موجود دی او د هغو خبرونو پر خلاف چې په نورو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې په اړه اورېدل کېږی، په فاریاب کې داسې موارد نشته.))

خو شهلا «مستعار نوم» وویل: ((ما په ۱۳۸۸ کال کې په یوه موسسه کې دنده درلوده او په خپل معاش مې له کورنۍ سره مرسته کوله، خو کله چې له یوه نارینه همکار سره د یوه دفتر د ښځینه کارکوونکې د اړیکو او واده پټ راز ښکاره شو، وروسته په ټولنه کې یو بد منفي ذهنیت رامنځته شو، مخکې له دې چې کورنۍ مې د کار مخه ونیسي، خپله مې پرېکړه وکړه چې نور کار ونه کړم.))

په فاریاب کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر د تاوتریخوالي د برخې کارکوونکي حمیدالله عظیمي د ولایت په مرکزي ادارو او موسسو کې د ښځو ګډون د قناعت وړ وباله او ویې ویل، په بېلا بېلو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي برخو کې د تېر په پرتله ښه شوی او د پوهې کچه یې لوړه شوې ده.

د عظیمي په خبره، د ښځو هوښیاري او ويښتيا د دې لامل شوې چې پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم شي او د کم عمر او اجباري ودونو پر وړاندې په درېدو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: ((که څه هم ښځې په ټولنه کې د ښوونکو، د پوهنتون د استادانو، مدافع وکیلانو، د دولتي ادراو کارکونکو او مدني فعالانو په توګه فعالیت لري، خو سره له دې هم په دولتي ادارو کې د پراخې ونډې غوښتنه کوي.))

هغه په ولسوالیو کې د ښځو د کار د محدودیت په اړه وویل، امنیتي شرایطو نه یواځې د ښځو لپاره د کار فرصتونه کم کړي، بلکې نارینه هم له یادې ستونزې سره مخامخ دي، ځکه زیاتره ولسوالۍ یا د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي او یا هم له ستر ګواښ سره مخامخ دي.

د هغه په خبره، د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې په اړه تر اوسه هېڅ راپور نه دى ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د فاریاب د والي ویاند نقیب الله فایق مني چې په فاریاب کې د بلخ او کابل ولایت په پرتله په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون ۱۰ برابره کم دی او د ولایت له ادارې، پوهنتون، پوهنې او عامې رغتیا له ادارو پرته د ولایت او مرکز په کچه په هېڅ دولتي ارګان کې ښځینه کارکوونکې نشته.

نوموړي په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د نه شتون لاملونه څو کلنه جګړه، د ښې حکومتولۍ نه موجودیت او په سیمه ییزو دولتي چارو کې د زورواکو نه لاسوهنه بولې او وايي، یاد موارد په دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې عمده ستونزې دي.

هغه زیاته کړه، مخکې د ولایت مقام د پرېکړو په ناستو کې هېڅ ښځې ګډون نه درلود، خو د ده د کار له پیل سره سم دغه وضعیت تغییر کړی او ښځو په ټولو ناستو او مراسمو کې د ګډون اجازه تر لاسه کړې ده.

د هغه په خبره، په دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د جذب د زیاتېدو لپاره له «مثبت تبعیض» پروګرام څخه په استفاده په سیالیو کې د نارینه وو په پرتله له ښځو سره ۱۰ نومرې زیاته مرسته کېږي.

فایق وویل: ((ولسمشر غني فاریاب ته د وروستي سفر پر مهال امر کړی چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو ونډه زیاته شي او په وروستیو درېیو میاشتو کې ۱۹۳ ښځې د اکتید موسسې له خوا جذب شوې او له ۱۰۰ زیاتې نورې ښځې هم له تېرې یوې میاشتې راهیسې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د پروموټ پروګرام کې شاملې شوې او تر راتلونکو درېیو میاشتو شاوخوا ۵۰۰ ښځې په بېلا بېلو برخو کې په کار ګومارل کېږي.))

نوموړي د فاریاب اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په دولتي ادارو کې به د ښځو لپاره د کار مناسبه فضا رامنځته کوي او پخوانی ناسم وضعیت د ماتېدو پر حال دی، لکه څرنګه چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ۳۱ سلنه ښځې ټاکل شوې وې.

نوموړي د دې په روښانونو چې دولتي ادارې د هېواد په کچه د ښځو لپاره د کار خوندي ځایونه دي، زیاته کړه: ((د دغه ولایت د خلکو کلتور او غیرت اجازه نه ورکوي چې د چا لور او ښځې ته په منفي نظر وګوري او یا یې وځوروي.))

په ورته وخت کې د فاریاب د حج او اوقافو رییس مولوي ګل احمد لطیفي پژواک ته وویل، اسلام په ټولنه کې د ښځو له کار او زده کړو سره هېڅ مخالفت نه لري، بلکې ښځو ته یې زیات حقونه ورکړي دي.

ده زیاته کړه، د اسلام مبارک دین ښځې او نارینه ته د علم د زده کړې امر کړی، ښځو ته یې اجازه ورکړې چې د اسلام د احکامو په مراعاتولو په ټولنه کې کار وکړي.

سرچینې زیاته کړه، لکه څرنګه چې په اسلام کې ښځو ته کار او سوداګري د خوښې وړ عمل ګڼي، علم او زده کړې نه یواځې د ښځو لپاره امر ګڼي، بلکې د دغه دین واجبات دي او په دې اړه زیات روایتونه راغلي دي. له دې ډلې د اسلام خوږ پیغمبر فرمایلي، د علم زده کړه په هر مسلمان واجب ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.