ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق د افغانۍ ارزښت ټيټېدو یو لامل دی

author avatar
21 May 2019 - 19:36
author avatar
21 May 2019 - 19:36

کابل (پژواک، ۳۱غویی ۹۸): د صرافانو ټولنه وايي چې د روان کال له پیله تراوسه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق او ځینو نور لاملونو له امله، اوه سلنه ټیټ شوی دی.

د کابل ښار د شهزاد سرای د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٨ کال وری په درېیمه د یو ډالر ارزښت ۷۵.۶ افغانۍ و؛ خو نن (غویی ۳۱مه) ۸۰.۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدل کورني او بهرني لاملونه لري.

هغه د بهرني اړخ په اړه وویل: ((له نږدې یوې نیمې میاشتې راهيسي زموږ د ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران اسعار بد وضعیت لري او پر افغانۍ یې مستقیم اغېز کړی دی؛ ځکه د دواړه هېوادونه له افغانستان سره اوږده پوله لري، په زیاته کچه ډالر له افغانستان څخه یاد هېوادونو ته په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.))

د شهزاده سرای له معلوماتو سره سم د روان کال وري میاشت کې یو ډالر په ۱۳۵ک لدارې تبادله کېده، خو اوس ۱۵۰ کلدارو ته لوړ شوی دی.

همداراز د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان کال په وري میاشت کې یو امریکايي ډالر په ۱۳۵۰۰ ایراني تومانو، خو نن ۱۵۰۰۰ تومانه تبادله کېږي.

دغه راز دادګل یادونه وکړه چې له پخوا د فراه، بادغیس او نیمروز په ډېری سیمو کې ایراني تومان او پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، نورستان او کونړ ولایتونو کې پاکستانۍ کلدارې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په معاملاتو کې کارول کېږي چې دې کار هم د افغانۍ پر ارزښت ناوړه اغیز کړی دی.

هغه وویل چې د هېواد وروستی سیاسي وضعیت سم نه دی، په ځانګړې توګه هره اونۍ د هېواد په ګوټ  ګوټ کې یو سوداګر اختطاف کېږي او ترور کېږي چې په دې کار سره سوداګر زړه تورن شوي او خپلې پانګې ډالرو ته اړوي او له افغانستان څخه یې بهر کوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمداکبر وویل چې د ټولو لاملونو ترڅنګ، د وارداتو او صادراتو ترمنځ لوړ بیلانس، اقتصادي ستونزې، د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت خرابېدل، په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د خپلو اسعارو د ارزښت ښه کېدو لپاره له افغانستان څخه په زیاته اندازه ډالر قاچاق کوي چې باید مخنیوی یې وشي.

هغه وړاندیز وکړ چې حکومت باید هېواد ته دننه د پانګو پر جذب سربېره بنسټیزې پروژې تر لاس لاندې ونیسي؛ د ډالرو د قاچاق مخه دې ډب کړئ، د هېواد په کومو ولایتونو کې چې د یادو دواړو هېوادونو بانکنوټونه چلښت لري، د دې چارې مخنیوی دې وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک ویاند ایمل هاشورهم وویل: ((د امنیتي او سیاسي مسایلو په څېر نور لاملونه لکه د پاکستاني کلدارو او ایراني تومانو ارزښت ټيټوالی د دې لامل شوي څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شي؛ ځکه موږ له یادو دواړو هېوادونو په زیاته کچه واردات لرو، همدا واردات سبب کېږي چې له افغانستان څخه ډالر یادو هېوادونو ته ولېږدول شي.))

نوموړي په دې اړه چې لا هم د افغانستان په ځینو سرحدي ولایتونو کې د یادو هېوادونو پولي واحد چلښت لري او ګاونډي هېوادونه له دې وضعیت ګټه پورته کوي او له افغانستان څخه ډالر وباسي او ولې یې مخنیوی نه کوي؟ داسې ځواب ورکړ: ((بیا هم په ټینګار وایم چې د ډالرو د لېږد مخه له دې کبله نه شو نیولی چې موږ له یادو هېوادونو واردات کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.