ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي

author avatar
21 May 2019 - 13:52
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي
author avatar
21 May 2019 - 13:52

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، هغه کسان چې د بلې کورنۍ غړي یې وژلي، له سيمې تښتېدلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۳۱مه پژواک اژانس ته ومنله چې د دغه ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو خپلمنځي شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په شيمُل سيمه کې د حاجي ګلمیران او حسیب الله کورنیو ترمنځ د مخکنۍ دښمنۍ له امله شخړه رامنځته شوې ده.

دی زياتوي، د حسيب الله د کورنۍ کسانو د حاجي ګلمیران د کورنۍ درې غړي پر ډزو وژلي او یو بل يې ټپي کړى دی.

هغه زياته کړه، د یادې پېښې په رامنځته کېدو سره سم پولیس سیمې ته  رسېدلي، که څه هم د حسیب الله د کورنۍ غړي له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو پوليسو يې د نیولو هڅې پيل کړې دي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي عبدالکريم کريمي هم د يادې پېښې د رامنځته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ټينګار کوي چې پوليس بايد هر څه ژر د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

 

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.