د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت سړک جوړيږي

ننګرهار کې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت سړک جوړيږي

May 21, 2019 - 17:02

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت د يو نوي جوړېدونکي سړک چې دوولس نيم کيلومتره اوږدوالى او څلوېښت متره سور لري، د جوړېدو لومړنۍ چارې پيل شوې دي.

دا سړک چې د بهسودو له پله څخه پيلېږي، په عبدالخېلو سيمه کې به د جلال اباد – کونړ لويې لارې سره وصل شي چې پر دغه لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې ډېره مخه به ورسره ونيول شي.

دغه سړک د خلکو پر ځمکو او کورونو تېريږي چې چارواکي وايي، خلکو ته به د ځمکې بديل د استملاکي قانون له مخې ورکړل شي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې د کار لپاره ژمنې نه، بلکې عمل په کار دی، نو ځکه يې تر افتتاح وړاندې اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د سړک کارونه پيل کړي.

هغه هيله ښودلې چې دا څلور لينه سړک به د ننګرهار د ښېوې او دره نور او دغه راز د کونړ او نورستان د خلکو ترافيکي ستونزې هم حل کړي.

 بلخوا د ننګرهار د فوايد عامې سرپرست رييس انجنير حامد ضياء پژواک اژانس ته وويل، دا سړک د فوايد عامې وزارت د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت جوړېږي چې دوولس نيم کيلومتره اوږدوالی او څلوېښت متره سور به ولري.

دی زياتوي، دا سړک د بهسودو پله نه پيل د بهسودو په عبدالخېلو تنګي سيمه کې د کونړ له سړک سره وصلېږي، چې څلور لينه به ولري، په منځ کې شپږ متره ګلدان او غاړو ته به پلې لارې ولري.

نوموړی وايي، وزارت د سړک کار ته ځانګړې د انجنيرانو ډله د شفافيت او د چارو د څارنې په موخه ټاکلې ده چې له ټولو چارو به نظارت کوي.

د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به يې سيمه پرمختګ وکړي او هم به ورسره اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي.

د رحمن الله په نوم د وچ تنګي يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، دا سړک چې اوسمهال خام دی، خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، د سړک په جوړېدو به نه يواځې د پرتو سيمو خلکو ته اسانتيا برابره شي، بلکې د کونړ سړک پر لاره تلونکو خلکو ته به هم دا اسانتيا وي چې له دې لارې به تګ راتګ کوي.

چارواکي وايي، دا سړک به يو نمونه يي سړک وي، چې په جوړېدو سره به يې ياده سيمه د ښکلا له اړخه هم غني کړي او هلته پراته څو ښارګوټي او نورې ځمکې به لوی اقتصادي ارزښت پيدا کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement