ګردېز(پژواک، ٣١ غويى ٩٨):د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ملي اردو پر موټر د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وشوه.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوولس بجې د ګردېز ښار د خوست پله په سيمه کې د ملي اردو پر موټر د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن