مزارشريف ( پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه، ۹۸) : له درې مياشتني جنجال وروسته ډاکټر نصير احمد درانی د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه معرفي شو.
د نوموړي د معرفي مراسمو کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د بلخ ملکي روغتون په تالار کې جوړ شوي وو، د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدامحمد پيکان، د بلخ سيمه ييزو چارواکو او د بلخ صحت عامې پخواني رييس ميرويس ربيع ګډون کړى وو.
د بلخ د عامې روغتيا رياست څوکۍ درې مياشتې وړاندې وروسته له هغه جنجالي شوه، چې د عامې روغتيا وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ډاکټر خليل حکمتي د ميرويس ربيع پر ځای نوی رييس وټاکل شو؛ خو بلخ ولايت مقام او ډاکټر ميرويس ربيع د عامې روغتيا وزارت د دغه حکم له تطبيق څخه ډډه وکړه.
په تازه اقدام کې عامې روغتيا وزارت ډاکټر خليل حکمتي د ننګرهار د عامې روغتيا د رييس په توګه ټاکلی او د ننګرهار د عامې روغتيا پخوانی رييس ډاکټر نصير احمد درانی يې د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه معرفي کړ.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدامحمد پيکان په خپلو خبرو کې وويل، چې تغيير او تبديل حکومتي اصل دی، چې د چارو د لا موثريت په موخه ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، افغانستان کې د روغتيا برخه کې پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي؛ خو په خبره يې چې لا هم ډېرې ستونزې شته، چې بايد د حل کېدو لپاره جدي هلې ځلې وشي.
نوموړي د بلخ د عامې روغتيا د پخواني رييس ډاکټر ميرويس ربيع کړنې وستايلې او هغه يې بلخ کې د صحي خدماتو په چمتو کولو کې بريالی مدير ياد کړ.
پيکان د بلخ د صحت عامې له نوي رييس څخه غوښتنه وکړه، چې دغه ولايت کې د صحي خدماتو د لا ډېر اغېزمنتيا لپاره جدي کار وکړي.
د عامې روغتيا وزارت معين همدا راز وويل، چې د بلخ صحت عامې رياست کې بايد پخواني شخصي مسايل او تربګنۍ هېرې کړای شي او نوې رهبري بايد نوی فکر توليد او د عملي کېدو برخه کې دې يې کار وکړي.
نوموړي زياته کړه: (( له ملکي روغتون څخه شخصي کلينيکونو ته د ناروغانو راجع کول، له مريضانو سره د ډاکټرانو ناسم چلند، له مشخصو ځايونو څخه د دوا اخيستو ته مجبورول او له خپل صلاحيت څخه سوء استفاده نور د منلو وړ نه ده)).
هغه وويل، روغتيا وزارت ته دا د منلو وړ نه ده چې داخل بستر ناروغانو ته له روغتون څخه بهر دوا راوړل شي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال په سمنګان ولايت کې پر يوې ډاکټرې د نهو تنو له خوا د ډله ييز جنسي تېري په اړه وويل، چې ياده قضيه په جدي ډول څېړل کېږي او مجرمينو ته به سخته سزا ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن