ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د نوماندانو له پټکو بېځایه ووېرېد او سړکونه يې بند کړل”

“حکومت د نوماندانو له پټکو بېځایه ووېرېد او سړکونه يې بند کړل”

author avatar
22 May 2019 - 14:05
“حکومت د نوماندانو له پټکو بېځایه ووېرېد او سړکونه يې بند کړل”
author avatar
22 May 2019 - 14:05

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): ځيني شنونکي وايي، حکومت بېځايه د نوماندانو له پټکو وډار شو او سړکونه يې بند کړل، خو د ځينو په اند د هېواد وضعيت ته په پام د سړکونو بندول اړين و.

د اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې راغلي: "ولسمشريزي ټاکنې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د ولسمشر کاري مودې له پای ته رسېدو وړاندې له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې ترسره کېږي او له قانون سره سم د ولسمشر دنده له ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای مومي."

خو د ټاکنو کمېسيون د روان کال د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ اعلان کړې ده.

د راپورونو له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو ١١ نوماندانو په دې وروستيو کې د اساسي قانون ٦١مې مادې ته په پام د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام ناقانونه بللى او ګواښ يې کړى چې د سرپرست حکومت جوړولو لپاره يې ټول غوراوي د مېز پر سر دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د سرپرست حکومت جوړېدل ناقانونه بللي دي.

د ټاکنو قانون د ۱۰۴مې مادې په شپږمه فقره کې راغلي: "که ټاکنې تعويق او يا تعليق شي، په دغه قانون کې مندرج ټاکنيز غړي، د ټاکنو ترسره کېدو او د پايلو تر اعلان خپلو دندو ته دوام ورکولی شي."

نن چې د اساسي قانون د ٦١مې مادې له مخې بايد له ټاکنو وروسته د ولسمشر دنده پاى ته رسېدلې واى، حکومت له دې امله چې کېدای شي د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا لاريون وشي، د کابل ښار پر ځينو سړکونو کانټينرونه اېښي وو او د لږ وخت لپاره يې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې.

د پوځي او سياسي چارو شنونکي په دې اړه بېلابېلو نظرونه لري.

د پوځي چارو پوه جاوېد کوهستاني د حکومت د دغه اقدام په اړه وايي: " تر کومه چې زه معلومات لرم، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان د روژې په مياشت او د اختر په ورځو کې هېڅ د لاريون پلان نه لري، دا چې حکومت د خلکو ملاتړ او مشروعيت له لاسه ورکړی نو ستره وېره ورسره ده او پرته له دې چې کوم کار پلان شي لارې يې په کانټينرونو بندې کړې وې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.