ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي

غزني کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي

author avatar
22 May 2019 - 14:42
غزني کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي
author avatar
22 May 2019 - 14:42

لومړى تعقيب - غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): په غزني ښار کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په لومړې نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې په غيب قلندر سيمه کې د يوه ځانمرګي بريدګر هاموې ټانګ پوليسو په راکټ ويشتلى دى.

هغه وايي: ((پوليسو ځانمرګى پېژندلى، بيا يې موټر ورته په راکټ ويشتلى دى.))

د نوري د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې د دوه پوليسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

خو د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوه جسدونه او ١٥ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ده زياته کړه: ((وژل شوي کسان دواړه دي او په ټپيانو کې هم پوليس شته دي.))

دغه راز د سيمې يو تن اوسېدونکي نور احمد پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه.

دى وايي: ((په نږدې کورونو کې يې ښېښې ماتې کړي چې ډېرى کسان د همدې ښېښو د ماتېدو له امله ټپيان شوي دي.))

خو د غزني ښار یوه دوکاندار عبدالبصیر پژواک ته وویل چې د پېښې له ځایه ملکي روغتون ته امبولانسونه د تګ راتګ په حال کې دي.

هغه زیاته کړه چې د یادې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

ددغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.