جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): د ننګرهار ولايت يو شمېر قومي مشران وايي، چارواکي ورسره د رغنيزو او نورو پروژو په پلان جوړولو کې مشورې نه کوي چې له امله يې ډېرې پروژې د اړتيا خلاف پلې کېږي.
دوی وايي، چارواکي ورته د پروژو په اړه هغه وخت معلومات ورکوي چې يا يې پرانېسته وي او يا يې هم د کلني راپور ورکولو ورځ وي.
دغو قومي مشرانو د غبرګولي په لومړۍ نېټه دا څرګندونې د ولسي ملاتړ دفتر له لوري د سکتوري رييسانو او د ولس د استازو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د پلان شريک کېدو په غونډه کې وکړې.
دوی وايي،کله چې هم دا ډول غونډې جوړېږي اړوند مسوولين يوازې د خپل تېرکال د فعاليتونو په اړه ورته معلومات ورکوي چې تر ډېره يې خلکو ته د منلو وړ نه وي.
د قومي مشرانو په خبره، د ننګرهار ادارې په لرو پرتو سيمو کې هغه پروژې پلې کوي چې د ولس د اړتيا مطابق نه وي.
د چپرهار ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس ملک محکم خان دولتزي وويل: ((کوم وخت کې چې پلان جوړېږي بايد د هغې ولسوالۍ خلک راغوښتل شي او د هغوی غوښتنې واورېدل شي، که کله داسې هم وکړي؛ خو بيا د خلکو غوښتنو ته هيڅ توجه نه کوي.))
د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر ملک عزيز الرحمن وايي، د پروژو په تطبيق کې ډېر کله خپلسرې پرېکړې کيږي چې تر ډېره د ولس له اړتياوو لرې او نمايشي پروژې دي.
خو د ننګرهار ولايت چارواکي بيا وايي چې تېر کال يې په دغه ولايت کې د خلکو د اړتياوو مطابق لسګونه پروژې تطبيق او سږکال هم ۱۳۱ پروژې په پلان کې نيول شوې دي.
د ننګرهار سکتوري رييس فضل الربي حميم چې د يادې غونډې په څنډه کې يې خبريالانو ته معلومات ورکول وويل چې ۱۳۹۸ مالي کال لپاره په دغه ولايت کې د دوه عشاريه اووه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۳۱ پروژې په پلان کې دي.
هغه زياته کړه، د نورو کلونو په پرتله سږکال د پروژو په تطبيق کې انډوليز اړخ ته ډېره پاملرنه شوې او په ټولو ولسواليو کې د امنيت د تامين په وجه پروژې په نظر کې نيول شوې دي.
دده په وينا، د نننۍ غونډې موخه هم همدا ده چې د يادو پروژو پلانونه له خلکو سره شريک کړي او د هغوی نظريات يې په اړه واوري.
دغه غونډه کې د ننګرهار د فوايد عامې، کانال، کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو او يو شمېر نور سکتوري رياستونو استازو د خپلو تېر يو کلنو فعاليتونو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن