ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه سبا ددې جرګې د ریاست ټاکنو د «یوې جنجالي رایې» په اړه تصمیم نیسي

ولسي جرګه سبا ددې جرګې د ریاست ټاکنو د «یوې جنجالي رایې» په اړه تصمیم نیسي

author avatar
22 May 2019 - 17:11
ولسي جرګه سبا ددې جرګې د ریاست ټاکنو د «یوې جنجالي رایې» په اړه تصمیم نیسي
author avatar
22 May 2019 - 17:11

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): ټاکل شوې ولسي جرګه سبا د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته ددغې جرګې د ریاست د څوکۍ د ټاکنو د یوې جنجالي رایې په اړه تصمیم ونیسي.

 د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په دویم پړاو کې دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته د رایو صندقونه کېښودل شول، خو د درېیو رایو د ورکېدو له امله د جرګې د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوه، ځکه که ثابته شي چې په هغه ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ کسان وو دواړه نوماندان ناکام دي، خو که هغه ورځ نصاب ۲۴۴ کسان وي په هغه صورت کې رحماني ګټونکی دی.

 وړمه ورځ د یادې موضوع پرسر د جرګې د غړو له اختلاف وروسته د دغې موضوع د څېړلو لپاره ۲۷ کسیز پلاوی چې پنځه غړي یې د رحماني او پنځه غړي یې د اصولي او ۱۷ نور غړي یې بېطرفه دي وټاکل شو.

د جرګې او یاد پلاوي یو شمېر غړي وايي، څېړنې په ډاګه کوي چې د ټاکنو په ورځ نصاب ۲۴۷ کسان وو، خو یوه رایه موجوده ده چې د رحماني له نوم سره د «۲» شمېرې او په رای پاڼه د یوه ټکي د لیکلو له امله د ټاکنو په ورځ باطله اعلان شوې او اوس  د رحماني پلویان وايي چې دغه رایه باید د رحماني په ګټه وشمېرل شي، ځکه په دغه رای پاڼه رحماني ته د ورکړې په موخه «۲» نه بلکې «ص» لیکل شوی دی.

دغه راز د یاد پلاوي او یو شمېر غړو او د اصولي پلویانو د اعتراض په توګه له دې ناستې وتلي دي.

د یاد پلاوي غړي غلام حسین ناصري نن د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، د پلاوي ۱۱ هغه غړي چې د یادې رایې په اړه یې د جرګې د ناستې د نظر اخیستو غوښتنه کوله د پلاوي له ناستې وتلي، خو ۱۶ نور کسانو د ولسي جرګې له ناستې سره د یادې موضوع د شریکولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي د پلاوي د یادو ۱۶ غړو د پرېکړې پر اساس وویل، یاد پلاوی د غويي د ۲۸ مې د رایو په بهیر کې د رحماني د یوې باطلې شوې رایې او د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره د دې جرګې د داخلي اصولو په اړه څېړنه کوي.

دده په خبره، د ولسي جرګې په ارشیف کې د رایې ورکولو د بهیر څېړنې کومه خاصه پایله نه درلوده، او ټولو کسانو د رایې ورکوونکو د حاضرۍ د نوملړ مطابق رایې ورکړې او مشخصه شوه چې ټول لاسلیک کوونکي د رای پاڼو له ترلاسه کولو وروسته خپلې رایې استعمال کړې دي.

خو هغه روښانه کړه، د رای پاڼو د تازه شمېرنو له پایلو او ارشیف څخه پایله ترلاسه شوې چې د یوې باطلې شوې رایې په ګډون د رحماني ټولې رایې «۱۲۴» او د اصولي رایې «۵۵» دي.

نوموړی وايي، د ټاکنو په ورځ ۵۴ باطلې او ۱۳ سپینې رایې کارول شوې او په ټوله کې د کارول شوو رایو شمېر ۲۲۶ ته رسېږي.

دهغه په خبره، د باطلو رایو نمونو ته په کتو د رحماني باطله شوې رایه او د تېرو مېتودونو له مخې سمې تشخیص شوې او د تایید شوو رایو په شمېرلو سره رحماني د جرګې د اکثریت غړو ملاتړ تر لاسه کړ.

په ورته وخت کې د پلاوي یوه غړي عبدالقیوم سجادي د جرګې په ناسته کې وویل، ټاکل شوې ولسي جرګه سبا د دغې رایې په اړه پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.