ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې

په کونړ کې د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې

author avatar
22 May 2019 - 16:58
په کونړ کې د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې
author avatar
22 May 2019 - 16:58

اسعد اباد (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ۲۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو منځنیو ښوونځیو ودانۍ جوړې او عملاً کار اخيستل ترې پيل شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، د شیګل ولسوالۍ اړوند په ملاعالم کلي کې د نجونو منځنی ښوونځی او د کربوړۍ کلي کې د هلکانو منځنی ښوونځي ودانۍ په یو يو پوړ کې د هندوستان د ۲۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې.

ده زیاته کړه، د هلکانو منځنی ښوونځی چې اته صنفي دی، د ۴،۶ افغانیو په لګښت او د نجونو منځنی ښوونځی چې لس صنفي دی، د ۲۲،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال احمد جواد عثماني وویل، د اقتصاد وزارت له پوهنې وزارت سره په همغږۍ دغه پروژې پلي کړې دي.

نوموړي د ولایتي ادارې او د سیمې له خلکو مننه وکړه چې د دې پروژو په پلي کېدو کې مرسته او همکاري کړې ده.

مرستیال وزیر زیاته کړه، له دوی سره د هندوستان له خوا د اتیا میلیونه افغانیو مرسته شوې چې په هغې کې به د کونړ د پوهنې، روغتیا او پارکونو جوړولو کې هم کافي ونډه ورکړل شي.

د ملاعالم کلي د نجونو د منځني ښوونځي ښوونکی غلام رحیم د دغو ښوونځیو په جوړېدو خوښې وښوده، خو له دولت نه يې غوښتنه وکړه چې د کونړ د شیګل ولسوالۍ معارف ته دې خاصه پاملرنه وکړي.

د ده په وينا، اوس هم د دوى په درو او لرې سیمو کې داسې ښوونځي شته چې هیڅ ودانۍ نه لري او زده کوونکو د ونو تر سيوري لاندې زده کړه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.