ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۱۸.۱ ميليون افغانيو په ارزښت کرنيزې پروژې پلې کېږي

پکتيا کې د ۱۸.۱ ميليون افغانيو په ارزښت کرنيزې پروژې پلې کېږي

author avatar
22 May 2019 - 17:00
پکتيا کې د ۱۸.۱ ميليون افغانيو په ارزښت کرنيزې پروژې پلې کېږي
author avatar
22 May 2019 - 17:00

ګردېز (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې په ۱۸.۱ ميليون افغانيو د کوچنيو کرنيزو پروژو تړونونه لاسليک شول، چې د مسوولينو په خبره، تر راتلونکو څو ورځو به يې عملي چارې پيل شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د يادو پروژو د پيل او له اړوندو ادارو سره د قراردادونو د لاسليکولو پر مهال وويل چې د کرنې ميکانيزه کول د اقتصادي پرمختګ جدي اړتيا ده.

کټوازی وايي چې لا هم په پکتيا کې د کافي سړو خونو او زېرمتونونو د نشتوالي له امله د کرنيزو توکو د حاصلاتو پر مهال د تازه مېوو او سبزي بيه ارزانه او آن د خرابېدو له ګواښ سره مخامخ وي، خو د وخت په تېرېدو يې نرخونه خورا لوړيږي او ځينې وخت بېرته له ګاونډيو هېوادونو څخه وارديږي.

ده زياته کړه: ((په کم قېمت باندې محلي خلکو او دهقانانو ته کار کېږي او هر دهقان خپل حاصل ذخېره کولی، ساتلی او په مناسب وخت کې مارکېټ ته عرضه کولی شي، نو بناء د زراعت د ښه والي او مډرن کېدو، کروندګر ته د زيات حاصل تر لاسه کېدو او لوړ قېمت پلورل کېدو لپاره ښه پروژه ده.))

د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رييس محمدالدين مومند وايي چې په يادو پروژو کې ۵ کوچني سربندونه، ۲۰ د پيازو زېرمې، ۲۸ د مميزو خونې، ۸ د اوبو واړه ذخيروي خاورين بندونه او يو د چينجيو کمپوسټ شامل دي.

مومند پژواک اژانس ته وويل چې يادې پروژې به له بزګرانو سره د کرنيزو حاصلاتو په وده او زياتېدو کې مرسته وکړي او د ساتنې له لارې يې پر وخت بازار ته د وړاندې کولو په مټ به يې ور سره اقتصادي په پياوړتيا کې ګټورې وي.

نوموړی وايي: ((دا ۶۲ مختلفې فرعي پروژې دي، چې په دې کشمش خانې، د پيازو خونې او ذخيرې دي او همداراز د اوبو واړه بندونه دي. دې سره به ان شاءالله د بزګرانو په اقتصاد کې لوړوالی راشي او په دې برخو کې به د دوی ستونزې يو څه راکمې شي.))

بزګران او کروندګر يادې پروژې مهمې بولي او وايي چې په سم ډول د يادو پروژو په تر سره کېدو او استفادې له لارې د مېوو او سبزي په بازار مثبت اغېز کولی شي.

د دوی له ډلې د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکی زکريا وايي: ((مخکې مو چې پياز کرل، نو په لس او پنځلس افغانۍ به کيلو کېده، اوس چې سړې او د ساتنې خونې ورته جوړې شي، ارزښت به پيدا کړي او ښه قېمت به وکړي. په ډنډپټان کې پياز، غنم، جوار، لوبيا او نور ډېر رقمه شيان کرل کیږي.))

يو بل کروندګر نثار وايي چې د پکتيا ډېری سيمې غرنيزې او د اوبو د زېرمه کولو لپاره نسبتا زياتې طبيعي اسانتيا لري او که کار پرې وشي، نو د اوړي په موسم کې به د اوبو د کموالي ستونزه حل شي.

نوموړي وويل: ((تقريبا ټولې ځمکې مايلې غوندې دي، نو دلته چې ډنډه جوړه شي، نو د باغونو د اوبولو لپاره ترې ګټه اخلو.))

ياده دې وي چې پکتيا د لمدې مېوې له ډلې د هېواد په کچه د مڼو او انګورو او په وچه مېوه کې د چارمغزو، جلغوزو او اوسمهال د بادام ښه حاصلات لري، خو که څه د دې او سبزي د حاصلاتو د ساتنې لپاره په ګردېز کې د دوه لويو سټنډرډ سړو خونو جوړېدو ژمنه شوې وه، خو د شاوخوا يو کال په تېرېدو يې لا هم د چارو څرک نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.