ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ۷۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

کندوز کې ۷۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

author avatar
22 May 2019 - 14:13
کندوز کې ۷۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي
author avatar
22 May 2019 - 14:13

کندوز ښار(پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): د کندوز امنيه قوماندان وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې د جنايي جرمونو ترسره کولو په تور ۷۰ کسان نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دغه څرګندونې د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور خان ستانکزي د غبرګولي په لومړۍ نېټه د يوې خبري غونډي پرمهال وکړې.

هغه وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د وژنې، انسان تښتونې، اخلاقي فساد، وسله والو غلاوو او ټپي کولو په تور اويا کسان نيول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

ستانکزي زياته کړه: ((په دغو کسانو کې مجرمين متکرر هم شته دي چې څو ځلې نيول شوي خو بېرته خوشې شوي دي.))

د نوموړي په وينا، پوليس او نور امنيتي ځواکونه شپه او ورځ هڅې کوي ترڅو په دغه ولايت کې امنيت تامين کړي.

دغه راز په دې اړه کندوز ښار کې يوه مدني فعال اجمل رحماني پژواک ته وويل چې د پوليسو له لوري د دغه شان کسانو نيول کېدل يو نيک اقدام دى.

ده زياته کړه: ((دغه کسان نيول شوي دي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې بايد د خپل اعمالو په سزا ورسول شي او بېرته بايد خوشې نه شي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندوز اوسيدونکو په دغه ولايت کې د وژنو، تښتونو او وسله والو غلاوو په اړه پژواک ته شکايتونه کړي وو او د مخنيوي غوښتنه يې کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.