د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تر درې مياشتو لانجو وروسته د بلخ د عامې روغتيا رييس بدل شو

تر درې مياشتو لانجو وروسته د بلخ د عامې روغتيا رييس بدل شو

May 22, 2019 - 16:34

مزارشريف ( پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه، ۹۸) : له درې مياشتني جنجال وروسته ډاکټر نصير احمد درانی د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه معرفي شو.

د نوموړي د معرفي مراسمو کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د بلخ ملکي روغتون په تالار کې جوړ شوي وو، د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدامحمد پيکان، د بلخ سيمه ييزو چارواکو او د بلخ صحت عامې پخواني رييس ميرويس ربيع ګډون کړى وو.

د بلخ د عامې روغتيا رياست څوکۍ درې مياشتې وړاندې وروسته له هغه جنجالي شوه، چې د عامې روغتيا وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ډاکټر خليل حکمتي د ميرويس ربيع پر ځای نوی رييس وټاکل شو؛ خو بلخ ولايت مقام او ډاکټر ميرويس ربيع د عامې روغتيا وزارت  د دغه حکم له تطبيق څخه ډډه وکړه.

په تازه اقدام کې عامې روغتيا وزارت ډاکټر خليل حکمتي د ننګرهار د عامې روغتيا د رييس په توګه ټاکلی او د ننګرهار د عامې روغتيا پخوانی رييس ډاکټر نصير احمد درانی يې د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه معرفي کړ.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدامحمد پيکان په خپلو خبرو کې وويل، چې تغيير او تبديل حکومتي اصل دی، چې د چارو د لا موثريت په موخه ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، افغانستان کې د روغتيا برخه کې پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي؛ خو په خبره يې چې لا هم ډېرې ستونزې شته، چې بايد د حل کېدو لپاره جدي هلې ځلې وشي.

نوموړي د بلخ د عامې روغتيا د پخواني رييس ډاکټر ميرويس ربيع کړنې وستايلې او هغه يې بلخ کې د صحي خدماتو په چمتو کولو کې بريالی مدير ياد کړ.

پيکان د بلخ د صحت عامې له نوي رييس څخه غوښتنه وکړه، چې دغه ولايت کې د صحي خدماتو د لا ډېر اغېزمنتيا لپاره جدي کار وکړي.

د عامې روغتيا وزارت معين همدا راز وويل، چې د بلخ صحت عامې رياست کې بايد پخواني شخصي مسايل او تربګنۍ هېرې کړای شي او نوې رهبري بايد نوی فکر توليد او د عملي کېدو برخه کې دې يې کار وکړي.

نوموړي زياته کړه: (( له ملکي روغتون څخه شخصي کلينيکونو ته د ناروغانو راجع کول، له مريضانو سره د ډاکټرانو ناسم چلند، له مشخصو ځايونو څخه د دوا اخيستو ته مجبورول او له خپل صلاحيت څخه سوء استفاده نور د منلو وړ نه ده)).

هغه وويل، روغتيا وزارت ته دا د منلو وړ نه ده چې داخل بستر ناروغانو ته له روغتون څخه بهر دوا راوړل شي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال په سمنګان ولايت کې پر يوې ډاکټرې د نهو تنو له خوا د ډله ييز جنسي تېري په اړه وويل، چې ياده قضيه په جدي ډول څېړل کېږي او مجرمينو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني خپلو خبرو کې وويل چې د صحت په برخه کې له بشپړ تحصيل او تجربې څخه برخمن دی او هڅه به يې دا وي؛ څو د بلخ خلکو ته د قناعت وړ خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، د ازاد رقابت له لارې د ننګرهار عامې روغتيا رياست ته بريالی شو و او هلته يې رسمي دنده هم پيل کړې وه؛ خو د عامې روغتيا وزارت له خوا بلخ ته تبديل شو او له دې وروسته به دغه ولايت کې د خلکو په خدمت کې وي.

درانی وايي، چې مسلک يې خلکو ته د خدمت مسلک دی او دی به هڅه کوي چې ښه خدمات وړاندې کړي.

د هغه په خبره، بلخ ته د خدمت له يو قوي تعهد سره راغلی او د يادې ژمنې د عملي کېدو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د بلخ د عامې روغتيا رياست پخواني رييس ميرويس ربيع په خپله وينا کې وويل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې يې بلخ کې د صحي وضعيت د ښه کېدو لپاره ډېر زيار ايستلی دی.

ربيع زياته کړه، له دې وروسته يې تصميم دا دی چې د سياست صحنې ته به وځي؛ خو که چېرته په صحي برخه کې ورته د حکومت او خلکو اړتيا شوه؛ نو دی به فکر پرې وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو د لا ښه کېدو په موخه د ډاکټر نصير احمد دراني ټاکنه پر ځای ګام وباله او ملاتړ يې ترې وکړ.

نوموړي زياته کړه، په رښتيني ډول دنده ترسره کول او ولس او وطن سره خيانت نه کول، ستر خدمت دی، چې دولتي مسوولين بايد پام ورته وکړي.

حديد زياته کړه، په وروستيو څو مياشتو کې د بلخ د عامې روغتيا رياست سياسي رنګ خپل کړی وو.

هغه په دې برخه کې له پخواني والي عطامحمد نور، بلخ سيمه ييزې ادارې او عامې روغتيا وزارت څخه مننه وکړه، چې په خپل توافق سره يې رامنځته شوې ستونزه حل کړه.

د بلخ د ولايتي شورا رييس دا هم وويل چې د عامې روغتيا له نوي رييس به د بلخ د خلکو په استازيتوب خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د بلخ د عامې روغتيا پخوانی رييس ډاکټر ميرويس ربيع، چې د بلخ د پخواني والي او  د جمعيت ګوند د اجراييه رييس عطامحمد نور له نږدې او باوري کسانو څخه وو، چې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې يې د عامې روغتيا د رييس په توګه دنده ترسره کوله.

په تېر کې څو ځله مرکزي ادارې د ربيع د تبديلۍ تصيم نيولی وو؛ خو پر عملي کېدو يې نه وو توانېدلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement