د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت د نوماندانو له پټکو بېځایه ووېرېد او سړکونه يې بند کړل"

"حکومت د نوماندانو له پټکو بېځایه ووېرېد او سړکونه يې بند کړل"

May 22, 2019 - 14:05

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): ځيني شنونکي وايي، حکومت بېځايه د نوماندانو له پټکو وډار شو او سړکونه يې بند کړل، خو د ځينو په اند د هېواد وضعيت ته په پام د سړکونو بندول اړين و.

د اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې راغلي: "ولسمشريزي ټاکنې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د ولسمشر کاري مودې له پای ته رسېدو وړاندې له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې ترسره کېږي او له قانون سره سم د ولسمشر دنده له ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای مومي."

خو د ټاکنو کمېسيون د روان کال د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ اعلان کړې ده.

د راپورونو له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو ١١ نوماندانو په دې وروستيو کې د اساسي قانون ٦١مې مادې ته په پام د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام ناقانونه بللى او ګواښ يې کړى چې د سرپرست حکومت جوړولو لپاره يې ټول غوراوي د مېز پر سر دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د سرپرست حکومت جوړېدل ناقانونه بللي دي.

د ټاکنو قانون د ۱۰۴مې مادې په شپږمه فقره کې راغلي: "که ټاکنې تعويق او يا تعليق شي، په دغه قانون کې مندرج ټاکنيز غړي، د ټاکنو ترسره کېدو او د پايلو تر اعلان خپلو دندو ته دوام ورکولی شي."

نن چې د اساسي قانون د ٦١مې مادې له مخې بايد له ټاکنو وروسته د ولسمشر دنده پاى ته رسېدلې واى، حکومت له دې امله چې کېدای شي د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا لاريون وشي، د کابل ښار پر ځينو سړکونو کانټينرونه اېښي وو او د لږ وخت لپاره يې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې.

د پوځي او سياسي چارو شنونکي په دې اړه بېلابېلو نظرونه لري.

د پوځي چارو پوه جاوېد کوهستاني د حکومت د دغه اقدام په اړه وايي: " تر کومه چې زه معلومات لرم، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان د روژې په مياشت او د اختر په ورځو کې هېڅ د لاريون پلان نه لري، دا چې حکومت د خلکو ملاتړ او مشروعيت له لاسه ورکړی نو ستره وېره ورسره ده او پرته له دې چې کوم کار پلان شي لارې يې په کانټينرونو بندې کړې وې."

د ده په وينا، په کابل ښار کې د لاريون د پلان د نه شتون په صورت کې د حکومت له خوا له وېرې د سړکونو بندول، د حکومت د ضعف په ځانګړي ډول د امنيتي او استخباراتي ادارو کمزورتيا په ګوته کوي.

کوهستاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان دا توان لري چې په زور حکومت ړنګ کړي، وايي: "نوماندان د دې توان نه لري، خو ملت د دې توان لري چې نظام بدل کړي."

د هغه په خبره، پر سړکونو د کانټينرونو اېښودل، د دې تر څنګ چې خلک له ستونزو سره مخ کوي، د خلکو په منځ کې اندېښنې را ولاړوي.

د سياسي چارو پوه غلام جيلاني ځواک هم وايي: "که حکومت دې کار ته وګورو چې هېڅ شی نشته او تا ټولې لارې په کانټېنرو بندې کړې، د دې ښودنه کوي چې حکومت پر ملت باور نه لري او په دې پوهېږي چې ولس واټن ورنه نيولی؛ حکومت پر دې پوهېږي که چېرې ولس احتجاج وکړي، بيا به يې مخينوی ناشونی دی."

د ده په وينا، دا ډول د لارو بندول پر عامه ذهنيت منفي اغېز لري، د خلکو ژوند، کاروبار، اقتصادي خوځښت او نورې چارې ټکنۍ کوي.

خو ځيني نور شنونکي بيا بل ډول نظر لري.

د پوځي چارو شنونکی عتيق الله امرخېل، سړکونو د بندولو په اړه وايي: "دا يو معقوله لار وه، دا چې په ډېرو لاريونونو کې اکثر بې بندوباره خلک وي، چور او چپاول يې کړی، د لاريون اصول يې نه دي مراعت کړي، نو حکومت بايد دغه کار کړی وای او د خلکو د ژوند، مال، پانګې، هټيو او کورونو ساتنه يې کړې وای."

هغه وايي چې امنيتي ګواښونه هم د دې ايجاب کوي چې حکومت اړين تدابير ونيسي؛ ځکه له دې مخکې په ځينو لاريونونو کې وسله وال بريدونه شوي او بيا حکومت په دې اړه د امنيت پر نه ټينګښت تورن شوى دى.

امرخېل زياتوي: "کومې خبرې چې د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو کړې دي، په ښکاره د کودتا خبرې وې، د دې تر څنګ بې عقله کسان شته، په پيسو هم کسان راوستل کېږي چې هغوی چور او چپاول کوي، تومانچې له ځان سره راوړي او نورې ګڼې ستونزې رامنځته کوي."

ده په دې اړه چې دا ډول پر سړکونو کانټينرونه اېښودل د خلکو پر ذهنيتونو منفي اثر کوي، وويل: "کېدای شي ځينې کسان داسې فکر وکړي چې حکومت په پوره ډول کمروزی دی او هېڅ ستونزه نه شي کنټرولای، خو اکثره کسان بيا په دې پوهېږي چې دغه اړين تدابير د دوی لپاره نيول شوي څو له هېڅ اړخه زيانمن نه شي."

د سياسي چارو بل شنونکى محمديونس فکور هم د امرخېل نظر تاييدوي او زياتوي: "حکومت مسووليت لري چې د خپلو خلکو ژوند خوندي او امنيت يې تامين کړي؛ ځکه له دې وړاندې په ورته لاريونونو کې ډېر زيان ملکي خلکو ته اوښتی."

هغه هم وايي چې د لارو بندول خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او د خلکو پر روحيه منفي اغېز لري خو زياتوي چې تر دې وړاندې په ورته لاريونونو کې ملکي وګړي زيانمن شوي نو ځکه ډېر کسان پوهېږي چې دغه تدابير د دوی د خونديتوب لپاره نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ١٣٩٥ کال د زمري په مياشت کې د کابل په دهمزنګ څلور لاره کې  د روشنايى په نوم غورځنګ په لاريون کې چاودنې ٨٥ کسان ووژل او تر ٤٠٠ ډېر يې ټپيان کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement