د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست يو شمېر ښوونکو له حکومته د نومرو د وېش غوښتنه وکړه

د خوست يو شمېر ښوونکو له حکومته د نومرو د وېش غوښتنه وکړه

May 22, 2019 - 16:55

خوست ښار (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): د خوست مرکزي سيمو يو شمېر ښوونکو له حکومت څخه د استوګنو نومرو د وېش غوښتنه وکړه.

دغو ښوونکو چې شمېر يې شاوخوا درې سوه کسانو ته رسېده، خبري کنفرانس ته وويل، که يې غوښتنو ته پر وخت مثبت ځواب ونه ويل شي، کاري اعتصاب به پيل کړي.

دوی وايي، دولت څو کاله وړاندې ورسره د ښار شمال لور ته د متون د ورغه کلي په سيمه کې د ښوونکو د يوه ښارګوټي د جوړولو ژمنه کړې، خو تراوسه يې عملي چارې نه دي پيل شوې.

د محمد شريف په نوم يوه ښوونکي کنفرانس ته وويل، ولايتي ادارې ژمنه کړې وه، چې د ښوونکو دغه ښارګوټى به د روان کال د وري مياشتې په دويمه نېټه پرانيستل کېږي، خو تراوسه هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغه وايي: ((ما يوېشت کاله معلمي کړې، د نومرې مستحق يم، ولې د ښارګوټي پروژه منظوره شوې، خو مسوول چارواکي د دې پروژې پر تطبيقولو هيڅ غور نه کوي)).

د اميرجان په نوم يوه بل ښوونکي بيا د ګواښ په ډول وويل، که يې تر راتلونکې يکشنبې ورځې پورې د دوی دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ويل شي، زده کوونکو ته به د تدريس لپاره حاضر نه شي.

دی زياتوي: ((موږ ته د خوست نوي والي حليم فدايي ويلي چې دا ښارګوټى به د حمل په دويمه افتتاح کوو چې يو کمېسيون يې وټاکه او لېست يې نهايي نه کړ او د حمل ۱۵مه يې د افتتاح ورځ وټاکله، خو هغه ده نن د جوزا اول تاريخ دی، تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی)).

په همدې حال کې د خوست د پوهنې رئيس نصيراحمد روښان وايي، دوی له تېرو درې مياشتو راهيسې د ښوونکو د دې ښارګوټي په تخنيکي چارو لګيا دي او تر راتلونکې يوې اوونۍ بشپړيږي، خو وايي چې د نومرو د وېش موضوع ولايتي ادارې پورې اړه لري.

دی وايي: ((د دې لپاره ولايتي کمېسيون دی چې په سر کې والي صاحب قرار لري چې پروژه په کوم تاريخ او څه ډول يې ښوونکو توزيع کوي، ولې هغه تخنيکي چارې زموږ مربوط دي، ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي او پروژه توزيع ته اماده ده)).

اخوا د خوست والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونکو د دې ښارګوټي د توزيع د ځنډ عمده لامل په لېست کې يو څه تخنيکي ستونزه ده.

نوموړي زياته کړه، ولايتي اداره د دغې ستونزې د حل لپاره د پوهنې رياست سره په ګډه کار کوي او هرکله چې حل شي، نو ډېر ژر به يې د توزيع کار پيل کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement