د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور ښوونځیو ته د یو شمېر نجونو نه تګ د اندېښنې وړ دي

د غور ښوونځیو ته د یو شمېر نجونو نه تګ د اندېښنې وړ دي

May 22, 2019 - 17:32

فېروزکوه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۹۸): د غور د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، د ښځینه ښوونکو او د نجونو د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نه شتون، ناامنۍ او له کوره د نجونو د وتلو د شرم ګڼلو له امله د غور ولایت په زیاتره سیمو کې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د غور د مدني ټولنو د بنسټونو مسوول محمد وزیر نوراني په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې وضعیت د اندېښنې وباله او پژواک ته یې وویل، د غور په زیاتره سیمو کې د امنیتي ګواښونو او لسګونو نورو ستونزو له امله نجونې له ښوونې او روزنې بې برخې دي.

نوموړي روښانه کړه، که د یادې ستونزې د حل لپاره تصمیم ونه نیول شي د دغه وضعیت دوام به د غور ولایت د نیمايي ټولنې د بې زده کړو پاتې کېدو لامل شي.

هغه زیاته کړه: ((نن د امنیتي ګواښونو له امله د غور ولایه په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو دروازې تړلې او نجونې نه شي کولای ښوونځیو ته لاړې شي.))

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په زیاتره ولسوالیو ان ددغه ولایت په مرکز کې نجونې نه شي کولای په پراخ ډول ښوونځیو ته لاړې شي.

د هغه په خبره، د غور د ولایتي شورا د غړو لپاره ښوونځیو ته د کمو نجونو د تګ وضعیت د منلو ړو نه دی.

د ده په خبره: ((په کومه پېړۍ کې چې ژوند کوو د پرمختګ، ودې او ټکنالوجۍ دوره ده، خو ددې لپاره چې ځینې عوامل ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نیسي باید یوه لاره ولټوو.))

ناطقي زیاته کړه، د پوهنې ریاست له خوا په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو په اړه نشر شوې ټولې شمېرې ناسمې دي.

بلخوا د غور ولایت د ښځو چارو رییسه حلیمه پرستش وايي، په وروستیو څو ورځو کې د ښار په داخل کې د ښوونځیو د تدریسي چارو د څرنګوالي او څارنې پروګرام له لارې په ډاګه شوې چې په دغه ولایت کې د پوهنې وضعیت ښه نه دی.

د هغه په خبره، ډېرۍ کورنۍ د رسم او رواجونو، د ښځینه زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د ودانۍ د نه شتون، د نارینه ښوونکو موجودیت او ناامنیو له امله نجونو ته ښوونځي ته تګ اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې یو ښوونځی مناسبه فضا ونه لري او ښوونکې یې ښځې نه وي، زموږ خلک تیار نه دي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.))

هغه وویل، د غور له درېیو ولسوالیو پرته چې کمې نجونې ښوونځيو ته تللی شي په اوو نورو ولسوالیو کې ښوونځیو ته د نجونو تګ ډېر کم او په ځینو ولسوالیو کې حتی هېڅ ګډون نه لري.

د غور د پوهنې رییس احمد صابر نوري که څه هم د سختو امنیتي ګواښونو له امله په زیاتره ولسوالیو کې ستونزې مني خو وايي، دوی د تېر کال په پرتله په ښوونځیو کې د نجونو د شمېر د زیاتېدو شاهدان یو.

دی مني چې د ناسمو راجونو څخه د خلکو پیروي او امنیتي ستونزو له امله ځينې کورنۍ خپلو لورګانو ته له کوره د وتلو جازه نه ورکوي، خو دا هم د منلو نه ده چې زیات شمېر نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د هغه په خبره، همدا اوس د غور ولایت له ۴۰ سلنه ډېر زده کوونکي نجونې دي.

د پوهنې ریاست د چارواکو په خبره، همدا اوس ددغه ولایت په ښوونځیو کې له ۱۹۲ زرو ډېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۸۵ زره زده کوونکي نجونې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement